د بنګله ديش سول سروس اعلٰی كچ پلاوي د اين ډي ايم اے هيډكوارټرز دوره

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د بنګله ديش  د سول سروس اعلٰی كچ پلاوي په نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)هيډكوارټرز اسلام آباد كښې د نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر(اين اي او سي)دوره وكړه ۔په دې موقع د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه د آفتونود زيان  مخ نيوي٬سرچ اينډ ريسكيو او صلاحيت سازۍ كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ لخوا جاري …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د بنګله ديش  د سول سروس اعلٰی كچ پلاوي په نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)هيډكوارټرز اسلام آباد كښې د نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر(اين اي او سي)دوره وكړه ۔په دې موقع د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه د آفتونود زيان  مخ نيوي٬سرچ اينډ ريسكيو او صلاحيت سازۍ كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې اين ډي ايم اے پلاوي ته د جديد ډيزاسټر منيجمنټ سسټم٬ ارلي وارننګ سسټمز او پيشكۍ په اقدامات بريفنګ وركړو۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك سيمه ايزې مرستې او  د تجربو تبادلې په اهميت زور راوړو۔دواړو هېوادونو د سيمه ايزو خطرو تشخيص او مخ نيوي او ګلوبل ډيزاسټر ريسورس نيټ ورك جوړولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں