وزيراعظم محمد شهباز شريف سره وفاقي وزير خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي ملاقات

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تعليم وفاقي وزير او د ايم كيو ايم كنوينئرخالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي ملاقات كړے او  د راتلونكې وفاقي بجټ په اړه يې د ايم كيو ايم لخوا وړاندېزونه وركړل۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي كښې د ايم كيو ايم لارښود ډاكټر فاروق ستار٬د …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تعليم وفاقي وزير او د ايم كيو ايم كنوينئرخالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي ملاقات كړے او  د راتلونكې وفاقي بجټ په اړه يې د ايم كيو ايم لخوا وړاندېزونه وركړل۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي كښې د ايم كيو ايم لارښود ډاكټر فاروق ستار٬د قامي اسمبلۍ غړي سيد امين الحق او جاويد حنيف شامل وو۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀالله هم موجود وو۔په ملاقات كښې پلاوي وزيراعظم ته راتلونكې وفاقي بجټ په اړه د ايم كيو ايم لخوا تجاويز وركړل۔په ملاقات كښې د وفاقي حكومت له مخې سندھ او كراچۍ كښې د اولس خېرښېګړی پروژو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔وزيراعظم ووئيل  ايم كيو ايم د وفاقي حكومت مهم اتحادي ګوند دے چا چې د حكومت اولسي خېرښېګړی په اړه هر اقدام كښې ملګرتيا كړې ده ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو د ايم كيو ايم د بجټ په تجاويز غور كولو او  د عمل وړ او  د جامع تګلاره مرتب كولو هدايت وكړو ۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال هم خبرې وشوي۔

مزید خبریں