اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي(این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي) د هېواد بېلو برخو كښې د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبردارے جاري كړو ۔ د شورو په ورځ د این ډي ایم اے میډیا څاڼكې نه جاري كړي بیان تر مخه په راروانو 12 نه تر 24 ساعتو په مهال د پنجاب برنو سيمو بشمول ګلګت …
این ډي ایم اے د هېواد بېلو برخو كښې د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبر دارے جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي(این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي) د هېواد بېلو برخو كښې د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبردارے جاري كړو ۔ د شورو په ورځ د این ډي ایم اے میډیا څاڼكې نه جاري كړي بیان تر مخه په راروانو 12 نه تر 24 ساعتو په مهال د پنجاب برنو سيمو بشمول ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او د خیبر پښتونخوا پورته سيمو كښې د باران امکان دے ۔ د اسلام آباد پشمول د پنجاب ښارونو مري ،پنډۍ ، اټک،چکوال،جهلم، ګجرات، ګوجرانواله ، حافظ آباد،سیالکوټ او منډي بهاؤالدین كښې د باران امكان دے ۔ د خیبرپښتونخوا په مختلف ضلعو بشمول چترال، دیر، سوات،کالام،منګورہ،مالاکنډ، بٹګرام،مانسهرہ، ایبټ آباد، هري پور، مردان، نوښار ، پیشور ، چارسدہ، کوهاټ، کرک، بنوں او ډیرہ اسماعیل خان كښې باران متوقع دے ۔ د بلوچستان په ښارونو کوئټه ، ژوب،زیارت،قلعه سیف اللہ، قلعه عبداللہ،چمن، پشین او سبي كښې د باران هم امکان دے دغسې ګلګت بلتستان او د آزاد کشمیر سکردو، هنزہ، نګر، غزر، دیامر،ګلګت،ګھانچې ، استور، خرمنګ، شګر، مظفرآباد، باغ،راولاکوټ، حویلو،پونچھ او وادي نیلم كښې د باران امکان دے ۔ د باران سره بېلو سيكمو كښې د ګړز ګړز ٬ برېښنا او د جاكړ سره ږلۍ هم متوقع ده ۔ ،این ډي ایم اے ټولو صوبائي او ضلعي ادارو ته د ممکنه موسمي صورتحال تر مخه د چمتو پاتې كېدو هدایت كړے ۔








