په سمندر كښې د تېلو او ګاز لټولو لوظنامه لاس ليك كېدل د توان پالېسۍ له د حكومت تاريخي ګام دے: د پټروليم وفاقي وزير

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي  په سمندر كښې د تېلة او ګاز لټولو لوظنامې لاس ليك كېدل د توان پالېسۍ له د حكومت تاريخي ګام دے ، حکومت د آف شور اېکسپلورېشن بحالولو، سرمایه كارۍ ته د ودې وركولو او په درآمدی ایندھن د تكيه كمولو عزم لري٬ د آف شور پټرولیم رولز عملي كولو او د ماډل پروډکشن شیئرنګ اېګرېمنټ …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي  په سمندر كښې د تېلة او ګاز لټولو لوظنامې لاس ليك كېدل د توان پالېسۍ له د حكومت تاريخي ګام دے ، حکومت د آف شور اېکسپلورېشن بحالولو، سرمایه كارۍ ته د ودې وركولو او په درآمدی ایندھن د تكيه كمولو عزم لري٬ د آف شور پټرولیم رولز عملي كولو او د ماډل پروډکشن شیئرنګ اېګرېمنټ اجراء  سره سپېځلتيا او د سرمايه كارو باور زيات شوے دے۔  د دې خيالاتو څرګندونه ده په سمندر كښې د تېلو و ګاز لټون لپاره د آف شور بډ راؤنډ 2025 لاندې د پروډکشن شیئرنګ لوظنامې او اېکسپلورېشن لائسنسز لاس ليك دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير دا پېشرفت د آف شور اېکسپلورېشن بحالولو، سرمایه كارۍ ته د ودې وركولو او په درآمدی ایندھن د تكيه كمولو حكومتي هڅو كښې يو مهم ګامو وګرځولو۔ د پټرولیم ډویژن لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د اولني درې كلنې مودې په فېز ون كښ به د 82 ملین ډالرو سرمايه كاري اوشي او په فېز ټو كښې تر ډرلنګ پېشرفت صورت كښې د مجموعي سرمايه كارۍ تر يو ار ب ډالرو رسېدو امكان دے