د صدر مملكت آصف علي زرداري خپل روسي همڅنګ او اولس له د بريا ورځې مباركي

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د روسی فېډرېشن صدر ولادیمیرپیوټن او روسي اولس له د بريا ورځې مباركي وركولو خپل پېغام كښې وئيلي دي د فسطائیت په ضد جنګ كښې بريا په نړيوالو ستړو كښې د روسی اولس د وركړې شوو قربانيو يو باوقار يادګار دے۔ ده ووئيل دا تاريخي كاميابي نه يوازې د روسي قوم د همت او عزم بلكې نړيوال امن ، سلامتيا او …

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د روسی فېډرېشن صدر ولادیمیرپیوټن او روسي اولس له د بريا ورځې مباركي وركولو خپل پېغام كښې وئيلي دي د فسطائیت په ضد جنګ كښې بريا په نړيوالو ستړو كښې د روسی اولس د وركړې شوو قربانيو يو باوقار يادګار دے۔ ده ووئيل دا تاريخي كاميابي نه يوازې د روسي قوم د همت او عزم بلكې نړيوال امن ، سلامتيا او ثبات لپاره د هغوي د كردار هم علامت دے۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې پاكستان روسيه سره خپلو اړيكو ته دقدر په سترګه ګوري او يو عادلانه ٬ سولييز او په قواعد او ضوابط اډانه نړيوال نظام لپاره د ګډ عزم څرګندونه كوي۔ ده د نازی ازم په ضد جنګ كښې د ځانونو قربانۍ وركوونكو ټولو وګړو ته پېرزوئنې وړاندې كړې په كومو كښې چې د پاكستان ځينې سپاهيان هم شامل وو كومو چې په اتحادي ځواكونو كښې خذمات ترسره كړل۔ صدر مملكت هيله ولرله چې ددې تاريخي بريا جذبه به د دواړو هېوادونو ترمينځه مفاهمت او ملګرتيا ته وده وركړي۔