د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ د اېس سي او چيئرمېن شپ سنبالولو له د پاكستان د چمتووالي جاج واغستبے شو

  اسلام آباد۔7مئی  (اے پی پی) نائب وزير اعظم وخارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو  د مشرانو كونسل د كال  2026ء او 2027ﺀ چيئرمېن شپ سنبالولو له د پاكستان د چمتووالي جاج اغستونكې کمېټۍ غونډې مشري وکړه۔ د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د چمتوالي جاج اغستلو سره ټولو اړوندو وزارتونو او …

 

اسلام آباد۔7مئی  (اے پی پی) نائب وزير اعظم وخارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) هېوادونو  د مشرانو كونسل د كال  2026ء او 2027ﺀ چيئرمېن شپ سنبالولو له د پاكستان د چمتووالي جاج اغستونكې کمېټۍ غونډې مشري وکړه۔ د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د چمتوالي جاج اغستلو سره ټولو اړوندو وزارتونو او محكمو ته هدايت وكړو چې هغوي  په راروان كال كښې د اېس سي او سرمشريزې غونډې غوره كوربتوب باوري كولو له بشپړ پلان جوړ كړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د يو مهم سيمه ايز كردار په توګه د اېس سي او فرېم ورك او خپل راروان چېئرمېن شپ ته زيات اهميت وركوي۔ او دا سيمه ايزې همكارۍ ٬ رابطو او ګڼ اړخيزه اشتراك ته ودې وركولو له د پاكستان د عزم عكاسي كوي۔ ده  د سمدستي عملدرآمد ٬ د ادارو ترمينځه د همغږۍ او د انتظامي او عملي چمتوالي د اعلی معيار په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار طارق فاطمي ٬ خارجه سېكرټري آمنه بلوچ داخله سېكرټري ٬ د سي ډي اے چيئرمېن ٬ آئي جي پوليس اسلام آباد او د خارجه او نورو اړوندو وزارتونو مشرانو چارواكو ګډون وكړو