پېښور30 جولائی(اے پی پی)ترهه ګرو سره په مقابله كښې د شهيد شوي ډي ايس پي سټي ديار خان پشمول د 9 پوليس ځوانانو جنازې د هنګو په پوليس لائن كښې ادا كړې شوې۔د هنګو پوليس وياند له مخې جنازو كښې كمانډنټ پوليس ټريننګ كالج هنګو شوكت عباس٬ډپټي كمشنر بصير علي رحمان پشمول د پوليس سينئر افسرانو٬ځوانانو او د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع په شهيدانو …
هنګو٬د ډي ايس پي سټي پشمول د 9 پوليس اهلكارو شهيدانو جنازې ادا كړې شوې

مزید خبریں
پېښور30 جولائی(اے پی پی)ترهه ګرو سره په مقابله كښې د شهيد شوي ډي ايس پي سټي ديار خان پشمول د 9 پوليس ځوانانو جنازې د هنګو په پوليس لائن كښې ادا كړې شوې۔د هنګو پوليس وياند له مخې جنازو كښې كمانډنټ پوليس ټريننګ كالج هنګو شوكت عباس٬ډپټي كمشنر بصير علي رحمان پشمول د پوليس سينئر افسرانو٬ځوانانو او د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع په شهيدانو د ګلونو څادر وغوړولې شو او د هغوي لازواله قربانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔ د جنازې مونځ نه پس ټول شهيدان د سركاري اعزاز سره خپلو سيمو ته روان كړے شول چرته به چې هغوي د سركاري اعزازي سره خاورو ته سپارلې شي









