اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ویلي دي په"معركه حق" کښې د پاکستان لویه بریا د پروردګار فضل او بيا د وزيراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په شريك مشرتابه ممکن شوه، د دوئي سمدستي پرېکړه کول، ستراتیژیک زغم او متحد چېن آف كمانډ د هند جارحيت ناكامه كړو او پاكستان په نړيواله كچه د يو ذمه واره جوهري …
په”معركه حق” کښې د پاکستان لویه بریا د پروردګار فضل او بيا د وزيراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مشرتابه له امله ممکن شوه: رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ویلي دي په”معركه حق” کښې د پاکستان لویه بریا د پروردګار فضل او بيا د وزيراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په شريك مشرتابه ممکن شوه، د دوئي سمدستي پرېکړه کول، ستراتیژیک زغم او متحد چېن آف كمانډ د هند جارحيت ناكامه كړو او پاكستان په نړيواله كچه د يو ذمه واره جوهري رياست په توګه څرګند شو۔ د زيارت په ورځ د معركه حق فتح اولنۍ سالګرې په موقع اے پي پي سره خپله خصوصي مركه كښې ده ووئيل پاكستان هند ته د زيات عسكري زيان رسولو صلاحيت لرلو باوجود د نظم وضبط ٬ پېشه وره مهارت او زغم په ځاے ساتلو سره د بدلېدونكي سيمه ايز صورتحال پرېكنده ځواب وركړو۔ ده ووئيل وزيراعظم له اولې ورځې څخه نړۍ ته د حقائقو وړاندې كولو او د آزادو نړيوالو پلټنيو غوښتنه كړې وه۔ ده ووئيل پاكستان د هند په ضد جنګ كښې كامياب ځكه شو چې د نړۍ يو ذمه وار قام د فتح لرلو باوجود د زغم څرګندونه كونكے وليدلو۔ ده ووئيل پاكستان د اتومي قوت باوجود تاؤ تريخوالې زياتولو څخه ډډه وكړه۔ ده ووئېل د تحریک پاکستان، 1948، 1965 او 1971 جنګونو كښې د وركړو قربانو ذكر كولو سره ده ووئيل د قربانۍ او وطن سره د مينې جذبه په قام كښې ډېره ژوره ده او دې ته كله هم ماته نشي وركړې كېدې۔ ده زياته كړه چې وزيراعظم شهباز شريف په يوتھ پروګرام كښې د ځوانانو بااختياره كولو له د شپه ورځ خوارۍ كولو هدايت كړے دے۔ د پاكستان وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل قام د هېواد امن او خپلواكۍ له په قربانۍ وركونكو او د دې په دفاع كوونكو وياړي۔ ده ووئيل تر كومې چې داسې مېړني ځوانان د هېواد په پولو ولاړ دي د پاكستان پرمختګ كوم طاقت شني ايسارولے











