د پرمختګ په عمل كښې به ټول يو ځاے يو، په پسمانده سيمو كښې د دانش سکولونو د لارې د ايچي سن د معيار تعليمي سهولتونه وركړے كېږي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګې اېښود او پرانستې دستورې ته وېنا

  ګلګت 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آزاد کشمير او د ګلګت بلتستان پشمول صوبو نورو سيمو كښې يو ډول پرمختګ لپاره د يو ځاے تګ په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي په پسمانده سيمو كښې د دانش سکولونو د لارې د ايچي سن د معيار تعليمي سهولتونه ورسوٶ چرته چې زيرك ماشومان ويړيا تعليم ترلاسه كوي، ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ د نمر …

 

ګلګت 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آزاد کشمير او د ګلګت بلتستان پشمول صوبو نورو سيمو كښې يو ډول پرمختګ لپاره د يو ځاے تګ په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي په پسمانده سيمو كښې د دانش سکولونو د لارې د ايچي سن د معيار تعليمي سهولتونه ورسوٶ چرته چې زيرك ماشومان ويړيا تعليم ترلاسه كوي، ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ د نمر توان منصوبه به په راتلونكې كال كښې بشپړه شي٬ په مېرټ لېپ ټاپس وركولو سره به ځوانان په خپلو پښو د اودرېدو جوګه شي،  ده ووئېل پاکستان چې د امريكې او ايران په جنګ بندۍ كښې امن لپاره كوم كردار لوبولے ھغه به په تاريخ كښې ياد ساتلے شي، د پاكستان جوړېدو نه پس نن ھغه موقع راغلې ده چې د خېبر نه تر كراچۍ ټول قام يو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نمر توان منصوبو، دانش سکولونو د بنياد تيګې  اېښودو ،  د سيف سټي ګلګت او سيف سټي سکردو پرانسته، د وړيا سولر پينلز وېشلو، د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې زده كوٶنكو ته د ليپ ټاپس وركولو او د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې  د کاروباري او زرعي  پورونو د چېكونو  وېشلو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران انجينئر امير مقام، عطاء اﷲ تارړ، اويس لغاري، عبدالعليم خان، د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او لنډ مهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) يار محمد نه علاوه د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ﷲ او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان هم موجود وٶ۔ وزيراعظم ووئيل نن يو ځل بيا ګلګت بلتستان ته په راتګ خوشحالي محسوسوم٬ دا نه يوازې ښائسته سيمه ده بلكې د زيركو٬ محنتي زده كوٶنكو (انجونو او هلكانو) سيمه ده كوم چې د پاكستان وياړ دے۔ ده په محنت زده كړه كوٶنكو او د هغوي مور و پلار او استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل زده كوونكو ته ليپ ټاپس وركول نه يوازې  د دوي د تعليمي قابليت اعتراف دے بلكې د دې د لارې به دوي پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ وزيراعظم ووئيل په 1997 كښې چې كله زما زما قائد محمد نواز شريف او زما ګوند مسلم ليګ (ن) زه د پنجاب خادم اعليٰ مقرر كړم د ھغه وخت نه تر اوسه ما په مېرټ سمجهوته نه ده كړې او او  د ھغه وخت نه مېرټ “سکه رائج الوقت” جوړ كړے شو كله چې څوك دې تصور سره اشنا هم نه وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره به محنت، امانت او ديانت خپلول وي، د ايچي سن د معيار تعليم به په دانش سکولونو كښې وركړے كېږي٬ په ما ډېر تنقيد وشو چې د سرکاري سکولونو سمولو په ځاے په دانش سکولونو پيسه لګولې كېږي ٬ خو نن د زرګونو په شمېر زده كوٶنكې په دې سكولونو كښې لوستې سره ډاکټرز، انجينئرز جوړ شوي او په غېر ملكي پوهتنونو كښې اعليٰ تعليم ترلاسه كوي،  ده ووئېل كه د شتمندو ماشومان په ايچي سن كښې اعليٰ تعليم ترلاسه كولې شي نو ذهين زده كوٶنكو ته د ويړيا تعليم موقعې ولې نه ترلاسه كېدې۔ وزيراعظم ووئيل  د ګلګت بلتستان په دانش سكولونو كښې به  د زده كوٶنكو نه يوازې تعليم فري وي بلكې كتابونه، يونيفارم او خوراك به هم وړيا ترلاسه كږي او سمارټ بورډز او د اي-لائبريري پشمول جديد تعليمي سهولتونه به هم وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل موجوده حکومت په اقتدار كښې  د راتللو سره په ګلګت بلتستان كښې د نمر توان په منصوبو كار پېل كړو، د 100 ميګاواټ منصوبه به سږ كال ترسره شي ٬ د سپېځلې او ډيجيټل قرعه اندازۍ د لارې به 15 زره كورنيو ته وړيا سولر پينلز وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل  پاکستان د ټولو شريك دے، د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان پشمول د ترقۍ عمل كښې به په يو ځاے مزل كوٶ، دې لپاره چې څومره هم وسائل ترلاسه وي د اولس په قدمونو كښې به اېښودلې شي۔ وزيراعظم د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د پاكستان د مركزي كردار ذكر كولو سره ووئيل پاکستان د ورور او ګاٶنډي په حېث په منطقه كښې امن لپاره چې كوم كردار لوبولے تاريخ به ئې ياد ساتي، د پاکستان سياسي و عسکري قيادت شپه او ورځ امريکې او ايران سره په رابطه كښې ٶ او جنګ بندۍ ئې وكړه۔ ده د اوږدې مودې جنګ بندۍ او امن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس نن 78 كاله وروستو دا موقع راغله  چې د خېبر نه تر کراچۍ په منطقه كښې امن او ژوند لپاره ټول قام يو دے۔ وزيراعظم جنګ بندۍ او امن لپاره د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل  دا به په تاريخ كښې تل ياد لرلي شي ۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم ذهين زده كوٶنكو ته ليپ ټاپس او بزنس او د يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو له چېكونه وركړل٬ وزيراعظم په سلطان آباد، ګانچھے او د استور پشمول ګلګت بلتستان كښې د څلورو دانشن سكولونو د بنياد تيګه كېښوده ۔ ده د سيف سټي ګلګت او سيف سټي سکردو او د شمسي توان د منصوبو د بنياد تيګې هم كېښودې۔ په دې موقع وزيراعظم ته په ګلګت بلتستان كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم امر وكرو چې زياتو غربيانانو ماشومانو ته وړيا تعليم وركړئ، د استاذانو انتخاب په ځائي كچه او سل فيصده په مېرټ وكړئ٬ هلكانو او جينكو لپاره  جلا سكولونه جوړ كړئ چرته چې سمارټ بورډز، ليپ ټاپس، اي-لائبريريز نه علاوه د سپورټس جديد سهولتونه هم  ولري او  بايد دا د پاكستان غوره تعليمي مركزونه جوړ شي۔ وزيراعظم د سيف سټي منصوبو معيار هم د پنجاب په طرز د باوري كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د سيف سټي منصوبو له مخې 385 جديد ترين کيمرې به  لګولې شي