مظفرآباد۔ 07 مئی (اے پی پی) په معرکه حق“بنیان مرصوص” كښې د پاكستان ځانګړې بريا يو كال په بشپړېدو په مظفر آباد كښې په زړه پوري ډول د يومِ تشکر مركزي دستوره وشوه۔ د دستورې خاص مېلمه د آزاد كشمير حكومت وزيراعظم فېصل ممتاز راټھور و ۔ په دستوره كښې جنرل آفیسر کمانډنګ چنار ډویژن، صدر پاکستان پیپلز پارټی آزاد کشمیر چوهدری محمد یاسین، موسټ سینئر وزیر میاں عبد …
مظفرآباد ، په معرکه حق“بنیان مرصوص” كښې د پاكستان ځانګړې بريا يو كال په بشپړېدو د يومِ تشکر مركزي دستوره

مزید خبریں
مظفرآباد۔ 07 مئی (اے پی پی) په معرکه حق“بنیان مرصوص” كښې د پاكستان ځانګړې بريا يو كال په بشپړېدو په مظفر آباد كښې په زړه پوري ډول د يومِ تشکر مركزي دستوره وشوه۔ د دستورې خاص مېلمه د آزاد كشمير حكومت وزيراعظم فېصل ممتاز راټھور و ۔ په دستوره كښې جنرل آفیسر کمانډنګ چنار ډویژن، صدر پاکستان پیپلز پارټی آزاد کشمیر چوهدری محمد یاسین، موسټ سینئر وزیر میاں عبد الوحید، حكومتي وزيران چوهدری یاسر سلطان، سید بازل علی نقوی، محترمه نبیله ایوب، چیف سېکرټری خوشحال خان، آئی جی کېپټن (ر) لیاقت علی ملک او نورو اعلی سول و عسكري چارواكو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې وطن سره مينې ، قامي سلامتيا او د شهيدانو قربانيو ته په زړه پورې ډول پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د پاكستان نوموړي سندرغاړي علي عظمت او آئمه بېګ ملي نغمې وړاندې كولو سره د حاضرينو ولوله او جذبه لا زياته كړه۔ كوچنيانو په زړه پورې ټېبلوز وړاندې كولو د ګډون كوونكو زړونه وګټل۔ دستوره كښې قومي كركټر اېم حارث هم موجود و۔ په دې موقعه د آزاد كشمير وزيراعظم او كمانډنګ آفيسر چنار ډويژن د شهيدانو وارثانو ته شيلډز وركړل او د هغوي سترو قربانيو ته يۍ سلام وكړو۔











