اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) وفاقي آئینی عدالت د انکم ټېکس آرډیننس 2001 متنازع سېکشن 7E آئین سره د متصادم كېدو له امله كالعدم كړو او د دې شق لاندې د اېف بي آر او ریونیو ډويژن لخوا ترسره شوې ټولې كارروايۍ ، نوټسز او اقدامات هم غېر مؤثر او غېر قانوني وګرځولې شول ۔ په چیف جسټس جسټس امین الدین خان او جسټس علی باقر نجفی مشتمل دوه كسيزه بېنچ …
وفاقي آئینی عدالت د انكم ټېكس آرډیننس 2001 متنازع سېکشن 7E كالعدم وګرځولو

مزید خبریں
اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) وفاقي آئینی عدالت د انکم ټېکس آرډیننس 2001 متنازع سېکشن 7E آئین سره د متصادم كېدو له امله كالعدم كړو او د دې شق لاندې د اېف بي آر او ریونیو ډويژن لخوا ترسره شوې ټولې كارروايۍ ، نوټسز او اقدامات هم غېر مؤثر او غېر قانوني وګرځولې شول ۔ په چیف جسټس جسټس امین الدین خان او جسټس علی باقر نجفی مشتمل دوه كسيزه بېنچ د زيارت په ورځ د كېس اورېدنه وكړه۔ عدالت لنډه پرېكړه اورولو څخه وروستو تحريري حكمنامه هم جاري كړه۔ په پرېكړه كښې ووئيل شول چې سېکشن 7E آئین سره متصادم ، غېر مجاز او كالعدم دے ځكه د دې لاندې د اېف بي آر او نورو ادارو لخوا جاري ټول نوټسز ، کارروايۍ او اقدام كالعدم ګرځولې شي۔ عدالت دا خبره په ډاګه كړه چې د مختلف هائي كورټس متضاد پرېكړو دلاسه رامخې ته شوې قانوني ابهام ختم كړے شوے ٬ معامله اوس ترسره كولې شې او د دې بشپړ وجوهات به وروستو جاري كولې شي











