معركه حق زمونږ د قامي تاريخ پرېكنده باب دے ، مکالمې او سفارتكارۍ سره سره د انصاف او شريك احترام په بنياد د شخړو په هواري باور لرو: د نائب وزيراعظم و خارجه وزير پېغام

  اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي معركه حق زمونږ د قامي تاريخ يو پرېكنده باب دے ، كله چې قام يو شي نو د نړۍ كوم هم قوت يۍ كمزورے كولې نه شي، پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو له په خپل عزم ټينګ ولاړ دے ، مکالمې او سفارت کارۍ سره سره د انصاف د …

 

اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي معركه حق زمونږ د قامي تاريخ يو پرېكنده باب دے ، كله چې قام يو شي نو د نړۍ كوم هم قوت يۍ كمزورے كولې نه شي، پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو له په خپل عزم ټينګ ولاړ دے ، مکالمې او سفارت کارۍ سره سره د انصاف د شريك احترام په بنياد د شخړو په هواري باور لرو ، د ګران هېواد خلاف د كوم هم خطر ځواب به په يووالي ٬ مضبوط عزم او قوت سره وركولې شي۔ پاكستان نړۍ ته ښكاره پېغام وركړے چې هغه به كله هم د خپلې خپلواكۍ سودا ونكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د معركه حق د يو كال په بشپړېدو خپل پېغام كښې وكړه۔ سېنېټر اسحاق ډار په دې موقعه د وسله والو ځواكونو مېړنو افسرانو ٬ ځوانانو ٬ د قام فرزندانو او لونړو ته سلام وكړو كومو چې نظم وضبط ٬ حوصلې او عزم سره د ګران هېواد دفاع وكړه۔ اسحاق ډار ووئيل د پاكستان اولس ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم د چا يووالے چې زمونږ تر ټولو لوي قوت ثابت شو۔ ده ووئيل كله چې قام يو شي نو د نړۍ يو قوت يۍ هم كمزورے كولې نه شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل تېر كال چې كله په مونږ جارحيت مسلط كړے شو نو د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان زغم ٬ بصريت او اصولي دريځ سره ځواب وركړے شو ۔  نائب وزيراعظم ووئيل آپرېشن بنيان مرصوص يوازې يوه عسكري  قتح نه د ملګرو ملتونو د منشور له مخې پاكستان د  د هغه وخت جنرل سيد عاصم منېر او كوم چې اوس فيلډ مارش او چيف آف ډيفنس فورسز دے په مشرۍ كښې د خپل فطري حق د كارولو په عزم ، پرېكنده او متناسب ځواب وركړو كوم چې يوازې د هند تر عسكري هدفونو محدود ؤ ۔ نائب وزیراعظم  ووئيل د ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو په مشرۍ كښې پاک فضائیه ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې په كومه كښې چې د هند يو شمېر الوتكې نسكورول او مهم عسكري هدفونه په مؤثره توګه په نښه كول شامل دي ده ووئيل په دې مهال د اېډمرل نوېد اشرف په مشرۍ كښې پاك سمندري پوځ د هر ډول بحري جارحيت مقابلې له چمتو پاتې شوه۔ ده ووئيل د دې نازك پړاؤ په مهال ما په خارجه دفتر كښې خپلو ملګرو سره سفارتي رابطه روانه وساتله او په نړيواله كچه مې د پاكستان دريځ په مؤثر ډول وړاندې كړو۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښی امن او استحكام ته د ودې وركولو په عزم ټينګ ولاړ دے، مونږ مكالمې او سفارتكارۍ سره سره د انصاف او ګډ احترام په بنياد د شخړو په حل كولو باور لرو بياهم د دې عزم پخلے كوو چې د ګران هېواد په ضد به د كوم هم خطر ځواب به قومي يووالي ٬ نه كمزورې كېدونكې عزم او په قوت سره وركولې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د معركه حق دا سالګره يوازې د تېر وخت يادولو موقعه نه بلكې د سباؤن د اړخ متعين كولو لوظ هم دے ، يو داسې سباؤن چرته چې پاكستان يوازې په دفاع كښې نه بلكې معيشت ، تعلیم او نورو سماجي څانګو كښې هم مضبوط وي، يو داسې سباؤن چرته چې زمونږ ځوان كول په اعتماد سره مشري وكړي او پاكستان په نړيواله ورورولۍ كښې وقار سره خپل مقام لا مستحكم كړي۔ ده ووئيل راځۍ چې د دې اجتماعي لوظ پخلے وكړو چې په ګډه  به د يو سولئيز او سوكاله پاكستان لپاره پرله پسې خواري كوو چې د معركه حق روح يوازې زمونږ په تاريخ كښې نه بلكې زمونږ د قام د هر وګړي په زړه كښې ژوندے دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي ژوندے به پاتې وي