د منځني ختيز د شخړې فوري حل د نړۍ په ګټه دے٬ معيشت مخ په وړاندې بوتللو له به نجي څانګې له د لارښودنې كردار ترسره كول وي: سېنېټر اورنګزېب

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې د منځني ختيز د شخړې فوري حل د نړۍ په ګټه دے٬ معيشت مخ په وړاندې بوتللو له به نجي څانګې له د لارښودنې كردار ترسره كول وي٬ په دوه كلونو كښې دوه لكه 20 زره څخه زيات سرمايه كار كېپټل ماركيټ كښې شامل شول۔ د شورو په ورځ دلته د سکیورټیزاېنډ اېکسچېنج کمېشن(اېس ای سی …

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې د منځني ختيز د شخړې فوري حل د نړۍ په ګټه دے٬ معيشت مخ په وړاندې بوتللو له به نجي څانګې له د لارښودنې كردار ترسره كول وي٬ په دوه كلونو كښې دوه لكه 20 زره څخه زيات سرمايه كار كېپټل ماركيټ كښې شامل شول۔ د شورو په ورځ دلته د سکیورټیزاېنډ اېکسچېنج کمېشن(اېس ای سی پی) تر اهتمام لاندې په کېپټل مارکیټ ډوېلپمنټ فنډ د لاس ليك دستورې ته خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل په منځني ختيز كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان مشرتابه خپل كردار ترسره كوي او ددې هڅو ښې نتيجې رامخې ته كيږي۔ مونږ ټول د بحران زر تر زره ختمېدو له لاس په دعا يو ولې چې ددې ختمېدل د پاكستان ٬ منطقې او نړۍ په ګټه دے۔ ده ووئيل د منځني ختيز اوسني بحران څخه مونږ دا سبق زده كړے دے چې هر هېواد سره بايد کمرشل او سټرېټجک زېرمې وي٬ سولر، هوا او متبادلو سرچينو څخه به توان ترلاسه كولو ته پام ګرځول وي۔ ده ووئيل 2022 كښې راغلي سېلاب څخه وروستو پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې اپېل كړے و ٬ د جنېوا كنفرنس په مهال يو شمېر هېوادونو او ادارو پاكستان سره د مالي مرستې لوظونه كړې وو په كومو كښې چې ځينې عملي شوي او په ځينو نورو تر دې دمه عملدرآمد نه دے شوے۔ ددې په مقابله كښې د كال 2025 سېلاب ټول پاكستان اغېزمن كړو۔ بياهم پاكستان د مالي وسائلو او استعداد لرلو له امله رېسكيو او بيا بحالۍ له نړيوالو ادارو څخه د مرستې نه اخستلو پرېكړه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل معيشت مخ په وړاندې بوتللو له به نجي څانكې خپل قائدانه كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د نجكارۍ كمېشن لاندې د 28 ادارو د نجكارۍ عمل روان دے۔ د پي آئي اے نجكاري شوې ده ، ددې نجكارۍ په مهال مونږ ته تر 1.2ارب ډالر مقامي بولۍ ترلاسه شوې وې۔ ده ووئيل دې څخه په هېواد كښې د سرمايه كارۍ د استعداد عكاسي كيږي۔ ده ووئيل د ډسكوز نجكاري دمه په دمه روانه ده٬ دا ټول داسې پېشرفتونه دي په كومو كښې چې د اېس اي سي پي مؤثر كردار لا رامخې ته كيږي۔