معركه حق “بنيان مرصوص” كښې فتح د غوره عسكري تګلارې بشمول د سفارتي٬ دفاعي او ملي وحدت نه هېرېدونكے مثال

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) پاکستان يو سوله ايز هېواد دے او د نورو هېوادونو د خپلواكۍ هم احترام كوي او د كوم هم هېواد په كورنيو چارو كښې د مداخلت خلاف دے ٬خو له بده مرغه پاكستان د ډېرې مودې راهسې د بهرنۍ ترهګرۍ سره مخ دے او د دې نړيوالې مسئلې مخ نيوي له په خپلو هلو ځلو كښې لويې قربانۍ وركوي٬ داسې معتبر شواهد موجود …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) پاکستان يو سوله ايز هېواد دے او د نورو هېوادونو د خپلواكۍ هم احترام كوي او د كوم هم هېواد په كورنيو چارو كښې د مداخلت خلاف دے ٬خو له بده مرغه پاكستان د ډېرې مودې راهسې د بهرنۍ ترهګرۍ سره مخ دے او د دې نړيوالې مسئلې مخ نيوي له په خپلو هلو ځلو كښې لويې قربانۍ وركوي٬ داسې معتبر شواهد موجود دي چې د بلوچستان لبریشن آرمي (بي اېل اے) په څېر ډلو د لارې پاكستان كښې د ترهګرۍ په هلو څلو كښې د هند لاس دے ٬ د هندي جاسوس کلبھوشن یادیو نيول او اعتراف د پاکستان په غېر مستحكم كولو كښې د هندي كردار ترديد نه لرونكے ثبوت دے٬ د دې سنګينو خلاف ورزو باوجود پاكستان د شخړو هواري لپاره په منطقه او نړيواله كچه د خبرو اترو او امن لاره خپله كړه۔


د پاكستان او هند شخړه د دوه اتومي هېوادونو تر مينځه يو خوفناك تصادم ٶ كوم چې د مئي په اوومه نيټه كال 2025 هغه وخت پېل شو كله چې هند په د جارحيت هڅه وكړه٬ دغې اپرېشن ته د سندور نامه وركړې شوه ٬ هند دا ادعا كوله چې دا كارروائي په 22م اپرېل د هند په انتظام كښې د كشمير په پهلګام سيمه كښې د عسكريت خوښو د بريد په ځواب كښې وشوه چې پكښې 28 وګړي چې زياتره سېلګري وو مړه شوې وو٬ د دغې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاٶ تريخوالے زيات شو۔ د پهلګام پېښې نه پس هند يو ځل بيا پخپله د مدغي٬ قاضي او جلاد كردار په توګه سمدستي په پاكستان تورونه ولګول٬ هر څو چې داسې كرز عمل سيمه ايز استحكام كمزورے كوي٬ د دغې برعكس پاکستان مسلسل په هند زور راوړو چې د تصديق شوو شواهدو تبادله وكړي او په سفارتي چېنلز عمل وكړي خو هند ته خپله درغلي معلومه او د دې وړاندېز نه وروستو شو ٬ ياد دې وي چې څه موده وړاندې په امريكا او كاناډا كښې د شوو قتلونو او سازشونو پشمول د نړيوالې ترهګرۍ په كارروائيو كښې د هند لاس لرنه په نړيواله كچه سنګينې پوښتنې رامخې ته كړې دي۔
معرکه حق: د پاکستان لويې فتح نه يوازې هند د عبرت لرونكې ماتې سره مخ كړو بلكې په نړيواله كچه د پاكستان عزت په ګرده نړۍ كښې زيات شو او د معركه حق په نتيجه كښې هند چې كومې شرمندګۍ او خفت سره مخ شو ھغې هم د منطقې په تاريخ نه ورانېدونكې نقوش پرېباسل ٬ جنګ يو ځل بيا نړغ ته ورښودل چې كله قامي ايماني جذبه٬ وطن سره مينه او اعلٰې وظيفائي پوهه يو شي نو د لوي نه لوي مخالف ورته د شګو ديوال ثابت شي۔

د كال 2025 په پېل كښې چې كله د هند لخوا پولئيز تاٶ تريخوالے ډېر زيات شو٬ په كنټرول لائن پرله پسې ګولې ورول ٬ د فضائي حدودو خيال نه ساتل د پاكستان لپاره د برداشت وړ نه وې٬ آخر دا چې د مئي كال 2025 كښې د شپې هندي ځواكونو په لويه كچه د بريد هڅه وكړه او د دغې په ځواب كښې پاکستان د آپریشن “بنیان المرصوص” له مخې داسې ځوابي كارروائي پېل كړه چې هند ي ېتصور هم نشو كولې او د نور ډېر زيان سره سره د هند مېزائل سسټم او څو جديد االوتكې رانسكورې كړې او د عسكري ماتې خوړولو سره سره هند د نړۍ په نظر كښںې هم ډېر لاندې لاړ ٬ وزیراعظم شهباز شریف وروستو وئيلي وٶ چې مونږ د هند شمېريزه بريا خاورې كړه٬ د هوائي ځواك اسکواډرن لیډر عثمان یوسف او نورو شهيدانو پخپله وېنه د معركه حق داستان رقم كړو٬ قام د خپلو شهيدانو كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په ښاريو كښې د دعاګانو اجتماګانې وشوې او په سوشل میډیا د دوي كارنامو د يو تحريك صورت اختيار كړو٬ دا قربانۍ د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان دفاع لپاره هر وګړے او ادارې متحد او يو غږ دي٬ د پاکستان د دې كاميابۍ بنيادي سبب يوازې جذبه نه بلكې جديد عسکري تګلاره وه٬ فضائیه ډرون ټیکنالوجۍ او سمارټ میزائل نظام وكارولو او زمكيز پوځ په استخبارات اډانه آپرېشن د لارې د هند كمانډ نېټ ورك منجمند كړو٬ دا يو ګڼ اړخيزه اپرېشن ٶ چې په كښې هوائي٬ زمكيز او الیکټرانك وارفیئر ټول يو وو۔
د پوځ سرلښكر فیلډ مارشل عاصم منیر د دې تاريخي بريا نه وروستو بېخي سم وئبلي وو چې دا جنګ به هند د خپل خيال نه اونه باسي ځكه چې پاکستان د جنګ په مېدان كښې خپله بريا ثابت كړه۔ د معرکه حق نه پس نړيوالې ورورولۍ په سمدستي توګه په تاٶ تريخوالي كښې د كمي اپيل وكړو٬ روسيه دواړو هېوادونو ته ووئيل چې د منطقې امن لپاره جنګ بندي وكړي٬ سعودي عرب او ترکیه د ثالثۍ وړاندېز وكړو٬ دغس ېملګرو ملتونو هم په صورتحال د اندېښنې څرګندونه وكړه، خو ورسره د پاكستان د جنګ محدود ساتلو د اقدام يې ستائنه ومړه ٬ چین كوم چې د پاكستان آئرن برادر او د پخوانے دوست دے په دې موقع په جار پاكستان لكه د پخو اودرېد۔


په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې معركه حق د پاكستان په دفاعي بيانيه كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ دې قام له فخر٬ ډاډ او نړۍ ته دا پېغام وركړو چې پاكستان به پخپله خپلواكۍ او سلامتيا كومه سودا نه كوي۔ په نړيواله كچه پاكستان له د امريكې او چين ډاډګيرنه او د دوست هېوادونو ملاتړ دا ثابت كړه چې يو قوي عسكري غبرګون سره سره ملي وحدت ٬ غوره تلاره او موثره سفارت كاري هم د كاميابۍ لازمي برخه ده٬ معرکه حق د فتح د سمبول سره سره يوه يادګېرنه هم ده چې په سم وخت سمې پرېكړې د كاميابۍ لارې سمولې او هوارولې شي۔
رپورټ: جنت ګل اے پي پي

مزید خبریں