
ملګري ملتونه ۔ 02 جولائی (اے پی پی) پاکستان يو وارې بيا په ډرون بريدونو په فوري توګه د بندېز لګولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي دا ډول بريدونه د رياستونو د سيمې ايزې سلامتيا او داخلي خپلواكۍ په ضد كېدو سره سره د بشري حقونو په ضد هم دي۔ دې بريدونو سره تشدد او انتها خوښي لا زياتېږي۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د ترهه ګرۍ مخنيوي نړيوال تګلار په لړ كښې عمومي اسمبلۍ ته د وړاندې كړې شوي قرارداد په اړه د پاكستان دريځ په ډاګه كولو په مهال وكړه۔ ډاكټر مليحه لودھي د پرله پسې ډرون بريدونو او د دې الوتكو د بريدونو مقصدونو لپاره د كارولو غندنه وكړه۔ او دا ئې د بې پائيلوټه الوتكو په اړه د نړيوال عزم ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔