نن خنجراب څخه تر ګوادر پرمختيائي كارونه كيږي۔ خنجراب څخه تر ګوادر د پرمختګ كرېډت د مسلم ليګ (ن) حكومت ته ځي۔ كال 2018ﺀ كښې به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته ورځو۔ زمري پاكستان ته ترقي وركړې او آزاد كشمير ته به هم ترقي وركړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد د سرفراز نقوي مسلم ليګ (ن) كښې د شاملېدو دستورې ته وېنا آزاد كشمير كښې به كرپشن فري او ګډ ګورننس لرونكې حكومت جوړوؤ۔ ډاكټر آصف كرماني اسلام آباد ۔ 02 جولائی (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) نه غېر نن بل كوم ګوند دا ادعا كولې نه شي چې خنجراب …

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد د سرفراز نقوي مسلم ليګ (ن) كښې د شاملېدو دستورې ته وېنا
آزاد كشمير كښې به كرپشن فري او ګډ ګورننس لرونكې حكومت جوړوؤ۔ ډاكټر آصف كرماني
اسلام آباد ۔ 02 جولائی (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) نه غېر نن بل كوم ګوند دا ادعا كولې نه شي چې خنجراب څخه تر ګودار پرمختيائي كارونه مونږ كړيدي۔ نن خنجراب څخه تر ګوادر پرمختيائي كارونه روان دي۔ كوم بل ګوند دا توفيق نه لري چې د كوم فرخ څخه غېر د اولس خذمت وكړي۔ نن د ټولو صوبو او ګلګت بلتستان اولس هيله لري چې كال 2018ﺀ كښې كله د مسلم ليګ (ن) حكومت 5 كلنه موده پايې ته ورسي نو د دغه وخت پاكستان به د كال 2013ﺀ پاكستان نه ډېر ښه وي۔ آزاد كشمير كښې به هم دغه مهال د مسلم ليګ (ن) حكومت دوه نيم كال پوره كړي وي او د كوهاله دواړو اړخونو ته به يو ډول پرمختګ په نظر راځي۔ كال 2018ﺀ كښې به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته ورځو۔

مزید خبریں