پاكستان د مينځني ختيز به بحران كښې د سوئېلې اسيا نه په وړاندې تللو د يو مركزي كردار په توګه رامخې ته شوے ٬ د امرېكائي مېګزېين راپور

اسلام آبا د 25 اپریل (اے پي پي) د زياتېدونكې سيمه ايز تاو تريخوالي تر مخه پاکستان د نړيوالې سفارتكارۍ په مېدان كښې د يو مهم کردار په توګه رامخې ته شوے دے او د امریکې او ایران ترمينځه په روان بحران كښې د يو مرکزي ثالث حیثیت اختیار کړے ښكاري ۔ د امریکې جریدے دی نیشن انټر سټ كښې د شائع شوي يو مضمون تر مخه د پاکستان عسکري …

اسلام آبا د 25 اپریل (اے پي پي) د زياتېدونكې سيمه ايز تاو تريخوالي تر مخه پاکستان د نړيوالې سفارتكارۍ په مېدان كښې د يو مهم کردار په توګه رامخې ته شوے دے او د امریکې او ایران ترمينځه په روان بحران كښې د يو مرکزي ثالث حیثیت اختیار کړے ښكاري ۔ د امریکې جریدے دی نیشن انټر سټ كښې د شائع شوي يو مضمون تر مخه د پاکستان عسکري قیادت پیچلے او حساس سفارتي صورتحال په كاميابۍ سره سنبھالوي ، د كوم په نتيجه كښې چې پاکستان د منطقې د سیاست د حاشیے نه په وتلو د يو فعال او مرکزي لوبغاړي به حېث رامخې ته شوے دے ۔راپور كښې وئېلې شوي دي چې د اپریل په مينځ كښې پاکستان په اسلام آباد كښې د يو اعلیٰ كچې خبرو اترو كوربتوب وكړو ، جې پكښې امریکې او د ایران بلاويو سینئر غړو ګدون كولو ۔دا د 1979 نه پس د دواړو هېوادونو تر مينځه وړومبے نيغ په نيغ د اعلیٰ كچې ملاقات ګرځولے كېږي ۔دا سفارتي پیش رفت د پوځ سر لښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په نګرانۍ كښې ممکن شو ، چا چې منطقه كښې د تاو تريخوالي کمولو لپاره مختلف سفارتي روابط فعاله كړل ۔ د پوهانو تر مخه د پاکستان عسکري قیادت د ’’غیر روایتي سفارتکارۍ‘‘ د لارې د خبرو اترو لاره هواره كړه ، چرته چې روایتي سفارتي چینلز ناکامه ښكاره كېدل ۔مضمون كښې لا وئېلې شوي د پاکستان د سفارتي اهمیت يوه لويه وجه د ده د سيمه ايزو قواؤ بشمول چین، سعودي عرب، قطر، متحدہ عرب امارات، مصر او اردن سره مضبوط روابط دي۔پخواني خارجه سیکرټري اعزاز احمد چوهدري تر مخه په جدید دور كښې ’’ملټري ډپلوميسي‘‘د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ګرځېدلې د ،چرته چې ریاستونه د خپلو وسله والو پوځونو غیر روایتي صلاحیتونه سفارتي مقاصد لپاره استعمالوي۔ د سفارتي مبصرینو وېنا ده د پاکستان منظمه عسکري ډھانچه او د دوي پیشه ورہ صلاحیت دا په نړيواله كچه يو د باور وړ شراکت دار ګرځوي ۔ په تېرو مياشتو كښې د پاکستان اعلیٰ عسکري قیادت د ایران، سعودي عرب، متحدہ عرب امارات اود قطر دورو دا سيمه ايزه مخ ملازه لا زياته كړې ده ۔راپور تر مخه په ستمبر 2025 كښې د پاکستان او سعودي عرب تر ميځه دفاعي لوظنامې هم منطقه كښې د پاکستان کردار لا مضبوط کړے دے ۔ هر څو جې منطقه كښې د امن راوستل اوس هم يو پیچلے عمل دے، خو د پاکستان سفارتي هلو ځلو ته د يو مثبت پیش رفت په توګه كتلے كېږي ، كومو چې نه يوازې د تاو تريخوالي كمولو امید پیدا کړے دے بلکې پاکستان يې د يو مهم شراکت دار په توګه هم څرګند كړے دے۔

مزید خبریں