لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك په سرکاري افسرانو زور راوړے چې سرکاري افسران دې پريكړه كولو كښې په شواهد اډانه تګلاره خپله كړي او اولسي ښېګړي ته دې پام لرنه وكړي،ځكه چې د پاکستان د سباؤن جوړولو كښې د دوي كردار مهم دے ۔ ده د جمعې په ورځ نېشنل اسکول آف پبلك پاليسي ذيلي اداره پاکستان ايډمنسټريټو اسټاف کالج كښې …
بايد سرکاري افسران په پريكړه كولو كښې په شواهد اډانه تګلاره خپله كړي۔ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير په پاکستان ايډمنسټريټو اسټاف کالج كښې وينا

مزید خبریں
لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك په سرکاري افسرانو زور راوړے چې سرکاري افسران دې پريكړه كولو كښې په شواهد اډانه تګلاره خپله كړي او اولسي ښېګړي ته دې پام لرنه وكړي،ځكه چې د پاکستان د سباؤن جوړولو كښې د دوي كردار مهم دے ۔ ده د جمعې په ورځ نېشنل اسکول آف پبلك پاليسي ذيلي اداره پاکستان ايډمنسټريټو اسټاف کالج كښې 124م نېشنل مينجمنټ کورس ګريجويشن دستورې ته د خاص ميلمه په حيث وينا كوله۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل سول سروس د هېواد يو زيات صلاحيت لرونكو او مقابلے عمل څخه تيرو شوو شخصياتو اداره ده،چې پكښې متنوع تجربو او صلاحيتونو لرونكي افسران شامل دي۔ده ووئيل فارغ شوې افسران سره اوس د داسې پريكړو كولو موقع لري چې حکمرانۍ نظام او اولسي ښېګړي كښې ښه والې راوستلې شي۔ده د قدرتي آفت په مهال د پاکستان مزاحمت او سول سروس کردار ستائلو سره ووئيل په سختو حالاتو كښې د افسرانو امدادي او ريسکيو هلي ځلي د قدر وړ دي۔ده د محدود وسائل باوجود جديد ټيکنالوجي ميدان كښې د پاکستان پيش رفت هم د ستائني وړ وګرځولو۔د دستوري په آخر ډاکټر مصدق ملك کامياب شويو افسرانو له مباركي او اسناد وركړل۔ 124م نېشنل مينجمنټ کورس تحت په مجموعي توګه 46 افسرانو ګريجويشن بشپړ كړې۔په دې موقع ډائريکټر جنرل سول سروسز اکيډمي و ريکټر اين ايس پي پي فرحان عزيز خواجه، سابق ريکټرز اسماعيل قريشي او خالد محمود پشمول د افسرانو د كورنۍ كسان هم موجود وو۔










