اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په خېبر ضلع كښې په شريك انټيلي جنس آپريشن كښې د فتنه الخوارج 22 ترهه ګرو په وژلو او وسلې په برآمد كولو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناسور په ضد د امنيتي اهلكارو او قانون نافذ کونكو ادارو قربانۍ د فخر وړ دي۔د جمعې په ورځ د ايوانِ صدر پريس …
صدرِ مملکت خېبر ضلع كښې د فتنه الخوارج 22 ترهه ګرو په وژلو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په خېبر ضلع كښې په شريك انټيلي جنس آپريشن كښې د فتنه الخوارج 22 ترهه ګرو په وژلو او وسلې په برآمد كولو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناسور په ضد د امنيتي اهلكارو او قانون نافذ کونكو ادارو قربانۍ د فخر وړ دي۔د جمعې په ورځ د ايوانِ صدر پريس وِنګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د ترهه ګرو بلا اشتعال ډزو په نتيجه كښې د 10 كلن ماشوم په شهادت د غم دړد څرګندوني سره د غمجني كورنۍ سره هم غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل داسې وخت كله چې د پاکستان قيادت منطقه او نړۍ كښې امن لپاره هڅي كوي ترهه ګر زمونږ دغه هڅي كمزوري كول غواړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل مونږ به ترهه ګرۍ له ماتې وركوو او منطقه او نړۍ كښې امن لپاره به خپل قائدانه کردار هم ترسره كوو۔










