د چين په مرسته د خلائي تحقيق مزل به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكي لا قوي كړي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په خلائي مشن تلونكو د پاکستان خلا بازو خرم داؤد او محمد ذيشان علي سره خبرې

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان خلائي مشن د پاکستان لپاره لويه كاميابي او قام لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره وئيلي دي د چين په مرسته د خلائي تحقيق مزل به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكي لا قوي كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په …

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان خلائي مشن د پاکستان لپاره لويه كاميابي او قام لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره وئيلي دي د چين په مرسته د خلائي تحقيق مزل به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكي لا قوي كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په خلائي مشن تلونكو د پاکستان خلا بازو خرم داؤد او محمد ذيشان علي سره خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم سره ملاقات کولو۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار،وفاقي وزير احسن اقبال، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، خاص مرستيال سيد طارق فاطمي،خارجه سيکريټري آمنه بلوچ او د سپارکو چيئرمين محمد يوسف خان ، پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ او سپارکو خلاباز اتاشي حسنين افتخار هم موجود وؤ۔ وزير اعظم د خلابازو سره خبرو كښې ووئيل د ځوانانو خلا بازو او خلاباز اتاشي سره په ملاقات خوشحاله شوے يم،ستاسو په خلائي مشن تحقيق لپاره تلل د پاکستان لپاره لويه كاميابي ده او دا د ټول قام لپاره د وياړ خبره ده، ده ووئېل زه باور لرم چې تاسو به د پاكستان په تاريخ كښې يو نوې باب رقم كرې ۔ وزيراعظم د چين سفير سره خبرو كښې ووئيل خلائي تحقيق كښې د پاکستان او چين مرسته به د دواړو هېوادونو ملګرتيا لا قوي كړي۔ د چين سفير د وزيراعظم د خبرو هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو خلائي تحقيق كښې مرسته ئې خوشبينه وګرځوله۔ خلابازوں خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان لپاره خلاء كښې د تحقيق فرائض ترسره كول د عزت، منفرد اعزاز او افتخار وړ خبره ده، په محنت او مينه د قام هيلې تر سره كولو لپاره به بشپړه هڅي كوو

مزید خبریں