اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې لګيدلي د وراندې نه د اګاهۍ وركونكې موسمياتي وارننګ سسټم په بشپړه ډول نه فعالولو د خفګان څرګندونې كولو سره د پلټنو امر وكړو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پشكال موسم د وړاندې څخه د چمتو والي نيولو او د موسمياتي بدلون او ماحولياتي خطر څخه د بچ كيدو اقدامات …
وزير اعظم محمد شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د لګولې شوي موسمياتي وارننګ سسټم په نه فعالولو د خفګان څرګندونه وكړه، د تحقيقات كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې لګيدلي د وراندې نه د اګاهۍ وركونكې موسمياتي وارننګ سسټم په بشپړه ډول نه فعالولو د خفګان څرګندونې كولو سره د پلټنو امر وكړو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پشكال موسم د وړاندې څخه د چمتو والي نيولو او د موسمياتي بدلون او ماحولياتي خطر څخه د بچ كيدو اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه د زيارت په ورځ وشوه ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ وفاقي وزير احسن اقبال، د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله، د خزاني وزير مملکت اظهر بلال کياني، د اين ډي ايم اے چيئرمين ، د واپډا چيئرمين او ټولو صوبو چيف سيکرټريز او او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم غير معمولي موسمياتي بدلون او په خاص توګه ګلوف څخه بچ كيدو لپاره ګلګت بلتستان كښې د لګيدلې وړاندې څخه د خبرداري وركولو سسټم په بشپړه ډول نه فعالولو د خفګان څرګندونې سره تير كال د ښكاره هدايات باوجود د سسټم په غير فعاله كېدو او د اړوندو ادارو د غير موثره کارکردګۍ به بابله د پلټنو امر وكړو۔ده ووئيل د اړوندو ادارو نااهلي او کارکردګۍ كښې كمے به په هيڅ صورت ونه زغملے شي ۔د اولس آسانيو ، خدمت او خطر څخه د بچ كولو اقدامات د ټولو ادارو فرض دي او د دې به ځواب وركوي۔وزيراعظم ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون د زيان اثرات څخه ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے د كوم لپاره چې په بيړني بنيادونو كار كولو اړتيا ده۔ده سپارښتنه وكړه چې ټولي وفاقي اړوندي ادارې دې د صوبو سره په ګډه مرسته او په همغږۍ پاليسي نفاذ كښې ټول ولاړ خنډان لري كړي۔ده ووئيل تير كال پشكال كښې د دريابونو په لارو او د سېلاب په ممکنه لارو تجاوزات د تباهۍ سبب ګرځېدلې وو ۔ سږ كال د هغې حل لپاره وړاندې څخه تګلاره اختيار کړې شوي۔ده سپارښتنه وكړه چې د پشكال په مهال د ممکنه سېلاب مخنيوي لپاره د ټولو ادارو د كار استعداد زياتولو سره د اولس آسانيو لپاره كار وكړئ ۔ د پېشګي وارننګ سسټم ډيجيټل مانيټرنګ لپاره ټول ضروري انفراسټرکچر وركولو او د فعاليت باوري كولو ته اړټيا ده۔ده ووئيل د موسمي بدلون وفاقي وزارت او پلاننګ اينډ ډويلپمنټ او نورې ادارې دې د صوبو سره مرسته وكړي










