اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير وليدل، په ملاقات كښې په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د پاکستان د ثالثي د هلو ځلو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم او چيف آف آرمي سټاف …
وزيراعظم شهباز شريف سره د فيلډ مارشل سيد عاصم منير وملاقات ، په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د پاکستان د ثالثي د هلو ځلو د پېشرفت جاج

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير وليدل، په ملاقات كښې په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د پاکستان د ثالثي د هلو ځلو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز تر اوسه په تاٶ تريخوالي كښې په كمي د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې ټولې ډلې دې امن او جنګ بندي په برقرار وساتي۔ وزيراعظم او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز د ټولو ډلو لخوا د تحمل د څرګندونې ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به دواړو ډلو له د سولئيزو خبرو تر سره كولو لپاره بشپړه مرسته او سهولت وركوي۔ وزيراعظم په دې عمل كښې د شاملو ټولو ډلو د عزم ستائنې كولو سره د امن راوستو په هلو ځلو كښې هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده راتلونكو پلاٶيو لپاره د خپلې بلنې پخلي كولو سره باور وركړو چې د پاکستان لخوا به د دوي په زړه پورې كوربه توب او بشپړه مرسته كېږي










