د وزيراعظم شهباز شريف د لبنان وزيراعظم نواف سلام سره ټېلي فوني تماس٬ د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت سختې غندنې كولو سره د زرګونو په شمېر د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او د لبنان وزيراعظم نواف سلام د لبنان او اولس په نښه كوٶنكو بريدونو په سمدستي توګه بندولو لپاره پاکستان څخه مرسته وغوښتله ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت سختې غندنې كولو سره د زرګونو په شمېر د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او د لبنان وزيراعظم نواف سلام د لبنان او اولس په نښه كوٶنكو بريدونو په سمدستي توګه بندولو لپاره پاکستان څخه مرسته وغوښتله ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان وزيراعظم نواف سلام سره ټېلي فوني تماس ونيولو٬ وزيراعظم د لبنان په ضد د اسرائيلي روان يرغل سختې غندنې كولو سره د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاکستان سيمه ايز امن لپاره په زړه پورې هلو ځلو كښې مصروف دے او د دې جذبې له مخې د ايران او امريکې ترمېنځه امن خبرې اترې كېدونكي دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د امن په هلو ځلو د مننې كولو سره د لبنان وزيراعظم د لبنان او اولس په نښه كوٶنكو بريدونو په سمدستي توګه بندولو لپاره پاکستان څخه مرسته وغوښتله۔ دغسې دواړو مشرانو په رابطه كښې پاتې كېدو ته صلاح يوه كړه۔