د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريکې سفير نيټلي بيکر وليدل،د مينځني ختيز په صورتحال او په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره په پاکستان كښې د امريکې سفير نيټلي بيکر مهم ملاقات وکړو، چې پكښې په مينځني خحتيز كښې په اوسني صورتحال، اسلام آباد كښې كيدونكو د اعلیٰ پائې خبرو اترو او په سکيورټي انتظامات تفصيلي خبري وشوي۔د ملاقات په مهال د مينځني ختيز په کشيده صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ،چرته چې دواړو لارښودو د …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره په پاکستان كښې د امريکې سفير نيټلي بيکر مهم ملاقات وکړو، چې پكښې په مينځني خحتيز كښې په اوسني صورتحال، اسلام آباد كښې كيدونكو د اعلیٰ پائې خبرو اترو او په سکيورټي انتظامات تفصيلي خبري وشوي۔د ملاقات په مهال د مينځني ختيز په کشيده صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ،چرته چې دواړو لارښودو د اوسنۍ جنګ بندۍ عمل هركلے وكړو۔د امريکې سفير نيټلي بيکر په منطقه كښې امن لپاره د پاکستان قوي سفارتي کردار وستائېلو او د منطقې استحکام لپاره يې دا ضروري وګرځولو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل اسلام آباد كښې كيدونكې د اعلیٰ پائې خبرو اترو چمتوالے بشپړ شوے۔ده په خاص توګه ذکر وكړو چې د امريکې نائب صدر جے ډي وينس، سټيوټکوف او کرشنر به د پاکستان خصوصي ميلمانه وي۔ د غير ملکي پلاويو راتګ ترمخه په امنيت خبره كولو سره محسن نقوي ووئيل ټولو غير غير ملکي ميلمنو له به په هر لحاظ كوټلے امنتيت وركولې شي ، په كوم به چې په سختۍ سره عمل درآمد باوري كولې شي۔د امريکې سفير د پاکستان د اړخه امن و امان لپاره په مخلصانه هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه او د پاکستان تعميري کردار يې وستائېلو۔