اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او اصلاحات و خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان يوه لويه سفارتي کاميابي ترلاسه كړي د كومي په نتيجه كښې چې يو ممکن سيمه ايز تصادم ځنډولے شوے او نړۍ د ممکنه معاشي بحران څخه ساتلو كښې مهم كردار ترسره كړے شو ۔په ايکس ده ووئيل دا کاميابي د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير …
پاکستان عمر له د ذمه وار رياست په توګه نړيوال امن كښې مثبت کردار ترسره كړے۔احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او اصلاحات و خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان يوه لويه سفارتي کاميابي ترلاسه كړي د كومي په نتيجه كښې چې يو ممکن سيمه ايز تصادم ځنډولے شوے او نړۍ د ممکنه معاشي بحران څخه ساتلو كښې مهم كردار ترسره كړے شو ۔په ايکس ده ووئيل دا کاميابي د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير د زيركتي قيادت او پرله پسې سفارتي هڅو نتيجه ده۔د دوي په زړه پوري هڅو له امله د ډلو ترمينځه سيزفائر ممکن شوې،چې ورسره نه يواځې تاؤ ترېښوالے كم شو بلکه منطقه كښې د امن امکانات هم روښانه شول ۔احسن اقبال دا پيشرفت د پاکستان لپاره لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل اسلام آباد كښې متوقع خبري اتري د يو كوټلي امن بنياد ثابتيدے شي۔










