د خصوصي سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو له ټولو آسانيو وركولو له چمتو يوو۔ وزيراعظم شهبازشريف

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د خصوصي سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو له د ټولو آسانيو وركولو له چمتو يوو، پاکستان او چين بزنس ټو بزنس اړيكو لا پراخه كولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سروس لانګ مارچ ټائرز پرائيويټ لميټډ چيئرمېن جن يانګ شينګ سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د خصوصي سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو له د ټولو آسانيو وركولو له چمتو يوو، پاکستان او چين بزنس ټو بزنس اړيكو لا پراخه كولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سروس لانګ مارچ ټائرز پرائيويټ لميټډ چيئرمېن جن يانګ شينګ سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل سروس لانګ مارچ په شان جوائنټ وينچرز د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ، د ملازمت نوو موقعو، ټيکنالوجي اشتراك او برآمدات زياتولو له ضروري دے، د سروس لانګ مارچ چيئرمين جن يانګ شينګ پاکستان كښې سرمايه کار دوسته نظام او حکومتي معاشي پاليسۍ وستائېلي۔ وزيراعظم ته د سروس لانګ مارچ ټائرز نوو سرمايه کارۍ منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو چې پكښې ووئيل شول د سروس لانګ مارچ برآمدات ته پام لرنه كوي، كال 2024-2025 كښې د کمپنۍ ايکسپورټ ريونيو 54 ملين امريکائي ډالره وه ، بريفنګ له مخې وفاقي سرمايه کاري بورډ سروس لانګ مارچ ټائرز له بېلو څانګو كښې سهوليات وركولو په اړه چمتو دے۔ نوري آباد ،سندھ كښې د سروس لانګ مارچ ټائرز سول ډويلپمنټ زون (Sole development zone) جوړولو په اړه وفاقي سرمايه کارۍ بورډ ټول ضروري سهوليات وركړي۔ ملاقات كښې د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ، د خزاني او ريلوے زير مملکت بلال اظهر کياني ،د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او اړوند سرکاري افسران هم موجود وو۔