اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د ايران او امريکې ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمے او د جنګ بندۍ د اعلان هركلي كولو سره ووئيل د وزيراعظم په زيرك قيادت كښې پاکستان په نړيوالې سفارتکارۍ كښې موثره٬ متوازن او د عزت وړ كردار ولوبولو۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د امريكې او ايران …
د وزيراعظم په زيرك قيادت كښې پاکستان په نړيوالې سفارتکارۍ كښې موثره كردار ولوبولو۔ رانا تنوير حسين

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د ايران او امريکې ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمے او د جنګ بندۍ د اعلان هركلي كولو سره ووئيل د وزيراعظم په زيرك قيادت كښې پاکستان په نړيوالې سفارتکارۍ كښې موثره٬ متوازن او د عزت وړ كردار ولوبولو۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د امريكې او ايران د تاٶ تريخوالي كمے د پاکستان د سنجيده، كوټلو او د نتيجې وړ سفارتي هلو ځلو واضحه څرګندونه ده٬ د قامي قيادت حکمت، تدبر او په وخت پرېكړو منطقه د يو لوي بحران نه محفوظ كړه۔ د رانا تنوير حسېن له مخې د فيلډ مارشل عاصم منير وظيفائي بصيرت او موثره لائحې په سيمه ايز استحكام كښې مهم كردار ولوبولو، د كومې په زړه پورې اثرات چې په منطقه مرتب كېږي۔ ده ووئيل د اسلام آباد اوسنے سفارتي پېشرفت په مطنقه كښې د اوږدې مودې امن پلو يو مهم سنګ مېل دے او د پاكستان متوازن او په اصولي خارجه پاليسۍ په نړيواله كچه باور پرله پسې زياتېږي۔ رانا تنوير حسېن ووئيل په نړيواله كچه د پاکستان مثبت او د ګټورې سفارتكارۍ بشپړه ډاډګيرنه روانه ده او پاكستان به بيا لپاره هم سيمه ايزې همغږۍ٬ پرمختګ او د تل پاتي امن په وده كښې خپل فعاله كردار دوامداره ساتي










