د بلوچستان اولس ته جدید، خوندي او په کم مصرف سفري اسانۍ وركولو لپاره د جناح پیپلز ټرین منصوبه جوړه كړې شوې ، چارواكي

  کوئټه ۔ 25 ستمبر (اے پي پي )  بلوچستان كښې   اولس ته  جدید،  خوندي او په کم مصرف  سفري آسانۍ وركولو لپاره  جناح پیپلز ټرین منصوبه جوړه كړې شوې ده  ۔د  بلوچستان حكومت تر مخه دې  منصوبې  څخه به کوئټه  او د خوا وشا  سيمو وګړو ته   د ریلوے د لارې  سفري آسانۍ تر لاسه شي  ۔د  جناح پیپلز ټرین  لپاره  د  32 کلومیټره اوږدې پټلۍ  اپ ګریډیشن کار …

 

کوئټه ۔ 25 ستمبر (اے پي پي )  بلوچستان كښې   اولس ته  جدید،  خوندي او په کم مصرف  سفري آسانۍ وركولو لپاره  جناح پیپلز ټرین منصوبه جوړه كړې شوې ده  ۔د  بلوچستان حكومت تر مخه دې  منصوبې  څخه به کوئټه  او د خوا وشا  سيمو وګړو ته   د ریلوے د لارې  سفري آسانۍ تر لاسه شي  ۔د  جناح پیپلز ټرین  لپاره  د  32 کلومیټره اوږدې پټلۍ  اپ ګریډیشن کار يوازې په  120  ورځو كښې تر سره كړے شو   او په  منصوبه نزدې  3 اربه روپۍ لګښت راغلے دے ۔ د جناح پیپلز ټرین روټ  7 سټیشنز  لري چې پكښې کچلاک، بلیلي ، شیخ ماندا، جي او آر، کوئټه ، لوړ کاریز او  سریاب شامل  دي  ۔ د ټرین  د لارې  کوئټې د لارې  او  نزدې د كليوالو سيمو  تر مينځه  هره  ورځ  سفر کونكو ته به  متبادل او په لږ   مصرف  سفري آسانۍ تر لاسه وي ، د منصوبې څخه  طلبه ، سرکاري و د  شخصي ادارو  ملازمینو ، کاروباري كسانو او  هره ورځ  سفر کوونكو ته  ډېره ګټه ورسي ۔دغس ې جناح پیپلز ټرین  به نه يوازې  د وګړو سفري ستونزې کمې كړي بلکې په  کوئټه كښې د زياتېدونكې ټرافېك فشار كمولو لپاره به به مرستياله وګرځي   ۔ د سماجې رابطې  په پلیټ فارم ایکس د خوشحالۍ څړګڼدونې پوسټ كښې وزیراعلیٰ  میر سرفراز بګټي وليكل   اولس  ته جدید،  خوندي، د عزت  سره او  په لږ مصرف  سفري آسانۍ وركولو لپاره عملي اقدامات روان دي ۔ جناح پیپلز ټرین به د کوئټه  او خوا وشا  وګړو له د  سفري ستونزو  كمولو سره سره   د اولسي  ټرانسپورټ  نظام ښه كولو كښې  مهم  کردار ادا کړي ۔  ده ووئېل  وګړو ته غوره سفري آسانۍ   وركول نه يوازې   په امر روزه ژوند كښې  به آساني راپیدا كړي بلکې طلبه ، ملازمین او  کاروباري كسانو   لپاره به  کوئټه  او   د كليوالو سيمو تر مينځه تګ راتګ هم آسان شي ۔

مزید خبریں