وزيراعظم شهباز شريف او دايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان ترمينځه ټيليفوني خبري ،د ايران په اسلام آباد خبرو اترو كښې د ګډون تصديق، د پاکستاني قيادت د هلو ځلو ستائنه

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان عارضي جنګ بندۍ لپاره د پاکستاني قيادت د هلو حلو ستائنې كولو سره اسلام آباد كښې كيدونكو خبرو اترو كښې د خپل ګډون تصديق وکړو ۔د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره ټيليفوني خبرې وكړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نزدې …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان عارضي جنګ بندۍ لپاره د پاکستاني قيادت د هلو حلو ستائنې كولو سره اسلام آباد كښې كيدونكو خبرو اترو كښې د خپل ګډون تصديق وکړو ۔د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره ټيليفوني خبرې وكړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نزدې تر 45 دقيقو څخه زياتي خبرې په ښه چاپيرچل كښې وشوي ٬ په دې مهال وزيراعظم د ايران قيادت پوهه وستائېله او چا چې جنګ بندۍ ته د غاړې اېښودو سره د وزيراعظم د اړخه د ايران او امريکې ترمينځه په روانه اوونۍ كښې اسلام آباد كښې د خبرو اترو د كوربتوب وړانديز قبول كړو ۔وزيراعظم د ايران سپريم ليډر آيت الله مجتبيٰ خامنه اي لپاره هم د خپل تعظيم څرګڼدونه وكړه۔د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان د وزيراعظم مننه وكړھ او د ايران او امريكا ترمينځه عارضي جنګ بندۍ لپاره يې د پاکستاني قيادت د هلو ځلو ستائلنې سره د پاکستاني اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ بيان له مخې هغه د دې خبري هم تصديق وكړو چې ايران به په اسلام آباد كښې كيدونكو خبرو اترو كښې ګډون كوي۔دغسې دواړو لارښودو شريكي رابطي روانو ساتلو ته هم اتفاق وكړو