د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات٬په منطقه كښې د امن لپاره په هڅو وزيراعظم ته پيرزوئنې

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات كړے كوم كښې چې هغه اوسني سيمه ايز صورتحال په لړ كښې په منطقه كښې د امن راوستو لپاره په هڅو وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات كړے كوم كښې چې هغه اوسني سيمه ايز صورتحال په لړ كښې په منطقه كښې د امن راوستو لپاره په هڅو وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم د كفايت شعارۍ او بچت لپاره اقدامات وستائېل ٬ هغه وئېل په سختو حالاتو كښې وزيراعظم د اولسي ريليف تاريخي پېكج وركړو ٬په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال او خېبرپښتونخوا كښې په پرمختيائي پروژو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔