اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د وزيراعظم په مشرۍ كښې په جنګ بندۍ كښې په كاميابه ثالثۍ دوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان تعميري سفارتكاري په نړيواله كچه موثر ثابت شوه ٬سباؤن لپاره امن او شراكتداري د پاكستان وړومبې ترجيح ده ۔د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري …
د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په كاميابه ثالثۍ دوي ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د وزيراعظم په مشرۍ كښې په جنګ بندۍ كښې په كاميابه ثالثۍ دوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان تعميري سفارتكاري په نړيواله كچه موثر ثابت شوه ٬سباؤن لپاره امن او شراكتداري د پاكستان وړومبې ترجيح ده ۔د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې شزا فاطمه خواجه د وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير جنګ بندۍ كښې په كاميابه ثالثۍ مننې كولو سره ووئېل د پاكستان امن٬مكالمه او سيمه ايز استحكام لپاره عزم يو ځل بيا رامخې ته شو۔دې ووئيل ايران٬امريكې او اتحاديانو ترمينځه جنګ بندۍ كښې د پاكستان مهم كردار شته ٬دا كاميابي د اعلٰی درجې دانشمندۍ٬استقامت او د قيادت عكاس ده۔شزه فاطمه خواجه ووئېل د پاكستان تعميري سفارتكاري په نړيواله كچه موثر ثابت شوه ٬پاكستان ته د نړيوال امن زياتولو او په موثر سفارتكارۍ نوبيل انعام ترلاسه كېدل پكار دے۔










