پاكستان يو ځل بيا خپل مشرتابه په نړيواله كچه د امن٬زيركتيا او د ذمه وار علامت په توګه وړاندې كړو ۔وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي پاكستان يو ځل بيا په نړيواله كچه خپل قيادت د امن٬دانشمندۍ او ذمه وارۍ علامت په توګه وړاندې كړو ۔د وزيراعظم شهباز شريف جرات منده او دورانديشه قيادت كښې هېواد په منطقه كښې د زيات شوې تاؤ تريخوالي كمي كولو كښې فعاله او تزيراتي كردار دا كړو ۔د شورو په ورځ"ايس"خپل بيان …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي پاكستان يو ځل بيا په نړيواله كچه خپل قيادت د امن٬دانشمندۍ او ذمه وارۍ علامت په توګه وړاندې كړو ۔د وزيراعظم شهباز شريف جرات منده او دورانديشه قيادت كښې هېواد په منطقه كښې د زيات شوې تاؤ تريخوالي كمي كولو كښې فعاله او تزيراتي كردار دا كړو ۔د شورو په ورځ”ايس”خپل بيان كښې ده ووئېل د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د پرله پسې٬ كوټلو او د 24 ساعته سفارتي هڅو په نړيواله كچه د پاكستان دريځ په موثر انداز وړاندې كړو او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير مضبوط٬متوازن او پرېكنده حكمت عملۍ په دې ټول عمل كښې استحكام او طاقت ته وده وركړې ده۔ده ووئيل پاكستان په ښكاره توګه ثابته كړه چې هغه يوازې تماشګير نه بلكې يو لوي طاقت دے كوم چې نه يوازې د خپلې قامي ګټې تحفظ كوي بلكې په ټوله منطقه كښې امن٬خبرو اترو او استحكام ته ودې وركولو لپاره كوټلې اقدامات هم كوي۔د ايران او امريكې ترمينځه د جنګ بندۍ هڅو كښې د دوي كردار د يو ذمه وار رياست د عزم عكاسي كوي۔دا يو داسې قيادت دے كوم چې په يو سخت وخت كښې د خپل اړخ تعين كوي۔دا يو داسې عزم دے كوم چې د امن لپاره شپه ورځ محنت كوي۔ده ووئيل پاكستان اتحاد٬استحكام او د اوږدې مودې امن لپاره خپل عزم كښې ثابت قدم دے۔