د پاك پوځ سر لښكر سید عاصم منیر په مشرۍ كښې 274 مه د کور کمانډرانو غونډه

پنډي۔07 اپریل (اے پي پي)کور کمانډرز کانفرنس په مينځني ختيز كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د حکومت د زړه پورې سفارتي هلو ځلو ستائنه كرې او د تحمل، خبرو اترو او د تاو تريخوالي د کمی په ضرورت يې زور راوړو ٬ دغسې د اصولي سفارتکارۍ او د رغنده روابط لپاره د پاکستان د عزم پخلے وګرے شو۔ د نهې په ورځ د آئي ایس پي آر نه جاري …

پنډي۔07 اپریل (اے پي پي)کور کمانډرز کانفرنس په مينځني ختيز كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د حکومت د زړه پورې سفارتي هلو ځلو ستائنه كرې او د تحمل، خبرو اترو او د تاو تريخوالي د کمی په ضرورت يې زور راوړو ٬ دغسې د اصولي سفارتکارۍ او د رغنده روابط لپاره د پاکستان د عزم پخلے وګرے شو۔ د نهې په ورځ د آئي ایس پي آر نه جاري بیان تر مخه چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په جنرل هید کوارټرز كښې د 274 م کور کمانډرز کانفرنس مشري وكړه ۔فورم د وسله وال پوځ ، د قانون نافذ کونكو ادارو او د هغه بې ګناه وګړو شهدو شوو لپاره فاتحه خوانةي وكړه چا چې د خپل وطن دفاع له د خپل ځان قرباني ورګه ۔ د هغوي ځانګرو قربانیو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره فورم د دې عزم پخلے وكړو چې د دوي میراث د پاکستان د قامي سلامتیا بنیاد دے۔ چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز د پاکستان پوځ د پیشه ورہ مهارت، عملي کارکردګۍ او د هېواد دفاع لپاره د غیر متزلزل عزم، پرله پسې په استخبارات اډاڼه د ترهه ګرۍ مخ نيوي د کارروائیو ستائنه وكړه ۔ دوي په دې خبره زور راوړو چې حکومت، پوځ او او د اولس په اشتراک پاکستان امنيتي کامیابۍ مستحکمولو ، معاشي استحکام مضبوطولو او سيمه ايزو او په نړيواله كچه خپل حیثیت لا ښه كوي ۔فورم د داخلي و خارجي امنيتي صورتحال جامع جاج واغست او د دې عزم پخلے يې وكړو چې د هند او نورو بهرنو سرپرستانو په خوښه فعاله ټول ترهه ګر عناصر، د هغوي سهولت کار او مرستياله به د كوم امتیاز نه غېر او په مسلسل کارروائۍ ختمولې شي ۔ د آپریشن “غضبُ اللِّحق” رفتار به برقرار ساتلے شي تر دې چې د ترهه ګرو محفوظ پټن ځايونه مکمل ختم نه شي او د افغان خاورې د پاکستان خلاف استعمال په پرېكنده توګه بند کړے شي ۔ فورم په مينځني ختيز كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د حکومت د زړه پورې سفارتي هلو ځلو ستائنه وكره او په تحمل، خبرو اترو او د تاو د کمي په ضرورت يې زور راوړو او ورسره د اصولي سفارتکارۍ او رغنده روابط لپاره د پاکستان د عزم پخلے وګړے شو ۔ فورم د يو ذمه وار سيمه ايز فریق په توګه د پاکستان کردار هم رامخې ته كړو كوم چې د امن او استحکام وده كښې فعاله کردار ادا کوي ۔فورم د سعودي عرب په پیټروکیمیکل او صنعتي کمپلیکس بريدونو تشویش ښكار كولو سره د دغې سخته غندنه وكړه او دا يې غیر ضروري اشتعال انګیزي وګرځوله كومه چې د امناكه حل هڅو ته زيان رسوي ۔ فورم د دې خبرې ستائنه وكره چېد شدید اشتعال وركولو باوجود سعودی عرب تر اوسه د تحمل او دانشمندۍ څرګندونه وكړه چې ورسره د سفارتي حل لاره سمه شوه ، تخو د دغسې جواز نه لرونكے يرغل د امن روان عمل ځپلے شي ۔فورم د هند د اړخه د خپورو كړو ناسمه معلومات، بے بنسټه تورونو او د فالس فلیګ بیانیه بيخي مسترد کرولو سره ووئېل داسې حربې په نړيواله كچه بے نقابه شوي دي ۔ فورم د هند لخوا مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو په پر له پسې خلاف ورزیو اندیښنه ښكاره كړه او دغه يې د اوسنو جعلي مقابلو او ماورائے عدالت قتل د پټولو هڅې وګرځولې ۔ خپلو اختتامي خبرو كښې چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز کمانډرز ته هدایت وكړو چې هغه اعلیٰ آپریشنل چمتوالي ، پیشه ورہ معیار او د حالات مطابق صلاحیت برقرار اوساتي ۔ هغه د وسله پوځ په صلاحیت مکمل باور خړګند كړو چې دا به د هر ډول خطرو مقابله كولو سره د پاکستان د خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا په هر صورت دفاع كوي ۔