اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت محمد طلال چوهدري سينيټ خبر كړے دے چې په وفاقي پايه تخت كښې د تجاوزات په ضد كاروائۍ د كوم امتياز نه غېر روانې دي۔د نهې په ورځ په سينيټ كښې د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې چې پكښې سيكټر G-10/2 نالو په غاړه د خيمه بستيو قيام معامله پورته كړې شوې وه ٬وزير مملكت ووئيل موجود حكومت كښې …
وفاقي پايه تخت كښې د تجاوزات په ضد كاروائي د كوم امتياز نه غېر روانې دي۔محمد طلال چوهدري
اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت محمد طلال چوهدري سينيټ خبر كړے دے چې په وفاقي پايه تخت كښې د تجاوزات په ضد كاروائۍ د كوم امتياز نه غېر روانې دي۔د نهې په ورځ په سينيټ كښې د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې چې پكښې سيكټر G-10/2 نالو په غاړه د خيمه بستيو قيام معامله پورته كړې شوې وه ٬وزير مملكت ووئيل موجود حكومت كښې د اسلام آباد بيلو سيمو څخه 422 ايكړ زمكه باندې تجاوزات ختم كړے شوي۔ده ووئيل دا آپريشن په ټول اسلام آباد كښې په يو ډول روان دے او په دې كښې د شته مند او غريب فرق نه كيږي۔طلال چوهدري ووئيل جي ټي روډ٬سيد پور او د اسلام آباد ايكسپرېس وے پشمول ګنو سيمو كښې كاروائۍ شوې دي او دا تر يوازې كچه آبادۍ محدود نه بلكې په قانوني سيمو كښې د غېر قانوني تعميرات په ضد هم كېږي۔










