د دفاع وزير خواجه محمد آصف تركيه سره د ورورولۍ اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف ترکيه سره د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے كړے دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاع، تربيې او د دفاعي صنعت په څانګو كښې يې د زياتې شوې مرستې ستائنه كړې ده۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ترکيه د جنرل سټاف نائب مشر جنرل …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف ترکيه سره د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے كړے دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاع، تربيې او د دفاعي صنعت په څانګو كښې يې د زياتې شوې مرستې ستائنه كړې ده۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ترکيه د جنرل سټاف نائب مشر جنرل ليونت ارګن د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف سره وليدل٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د پاکستان او ترکيه ترمېنځه دفاعي او عسکري مرسته لا قوي ته خاص پام وكړے شو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د ګران مېلمه هركلي كولو سره تركيه سره د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو د دې خبرې توثيق وكړو چې پاکستان او ترکيه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول نقطه نظر لري او سفارتي چارو كښې نزدې همكاري په ځاے ساتلې شوې ده۔