سيالکوټ 04 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي قوم دې دعا وكړي چې د ايران او امريکې جنګ بندي او امن لپاره پاکستان خپل كردار ترسره كولو كښې بريالې شي او منطقه كښې امن بحال شي دغسې اسلامي هېوادونو كښې اختلافات ختم شي۔ده ووئيل خبري اتري تر كوم ځائې رسيدلي په دې اړه دا مهال تبصره کول مناسب نه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه …
د هند د كوم جارحيت به په زړه پوري ځواب وركولې شي،ايران او امريکې جنګ بندۍ لپاره چمتو يو ۔ د دفاع وزير

مزید خبریں
سيالکوټ 04 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي قوم دې دعا وكړي چې د ايران او امريکې جنګ بندي او امن لپاره پاکستان خپل كردار ترسره كولو كښې بريالې شي او منطقه كښې امن بحال شي دغسې اسلامي هېوادونو كښې اختلافات ختم شي۔ده ووئيل خبري اتري تر كوم ځائې رسيدلي په دې اړه دا مهال تبصره کول مناسب نه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سيالکوټ كښې د فيصل موټرز (نجي ګاړيو شو روم) پرانستي په موقع وكړه۔په دې موقع د ميډيا نمائندګانو سره خبري كولو سره د دفاع وزير ووئيل مسلمانان د يو نبي حضرت محمد ﷺ مننونكي دي او د هغه په سنت ﷺ عمل كوي۔لوئ څښتن څخه لاس په دعا يو چې امت كښې د فرقه بازۍ څخه آزاد كړي۔ده ووئيل مسلمانانو كښې دا مهال اتحاد ته څومره اړتيا ده، شايد دومره تيرو 1400 كلونو كښې نه وه۔وفاقي وزير د هند د اړخه د جارحيت په اړه ووئيل يو كال وړاندې هند فالس فليګ ترهه ګرۍ کارروائي کولو سره د هغې ملبه په پاکستان اچولو هڅه كړي او په پاکستان ئې جنګ مسلط کړی،د كوم چې پاکستان هند له په زړه پورې ځواب وركړې۔ده ووئيل هند كښې اولس په خپلو حکمرانانو تنقيد کوي،ځكه چې پاکستان په هر لحاظ سره خپل لوئ دښمن له ماتې وركړې۔










