اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند باني او قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو برسي د خالي په ورځ په 4 اپرېل ولمانځلے شو۔هغه د يو تن يو ووټ نه تر هېواد اتومي قوت جوړولو ګڼ شمير کارنامے ترسره كړي۔ ذو الفقار علي بھټو په 5 جنوري 1928 لاړکانه كښې زيږدلې ؤ۔ د هغه پلار سر شاه نواز بھټو د مشير اعليٰ حکومت بمبئي او …
د پيپلز ګوند باني شهيد ذوالفقار علي بھټو برستي د خالي په ورځ ولمانځلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند باني او قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو برسي د خالي په ورځ په 4 اپرېل ولمانځلے شو۔هغه د يو تن يو ووټ نه تر هېواد اتومي قوت جوړولو ګڼ شمير کارنامے ترسره كړي۔ ذو الفقار علي بھټو په 5 جنوري 1928 لاړکانه كښې زيږدلې ؤ۔ د هغه پلار سر شاه نواز بھټو د مشير اعليٰ حکومت بمبئي او جوناګړھ رياست كښې ديوان ؤ۔ ذوالفقار علي بھټو ته قائد عوام او بابائے آئين هم وئيلي كيږي۔هغه په 1950 كښې برکلے يونيورسټي کيليفورنيا څخه سياسيات كښې ګريجوايشن کړې او 1952 كښې آکسفورډ يونيورسټي څخه ئې اصول قانون كښې ماسټر ډګري ترلاسه كولو نه پس مډل ټمپل لندن څخه د بيرسټري امتحان هم پاس كړې۔ ذوالفقار علي بھټو په 3 دسمبر 1967 د پاکستان پيپلز ګوند بنياد اېښودلې۔ ذوالفقار علي بھټو د پاکستان پيپلز ګوند بنياد سره هېواد كښې سياست او اقتدار عام وګړي ته سپارلې۔د هغه نه غير د پاکستاني سياست تاريخ نامکمله دے۔ ذوالفقار علي بھټو نه يواځې هېواد سنبھال كړې بلكه د هغې دفاع ئې هم قوي كړي۔ ذوالفقار علي بھټو د چين سره ملګرتيا،اسلامي هېوادونو بلاك ، اتومي طاقت او ون مين ون ووټ نظام معارفي كړي۔ خارجه پاليسي او نړۍ كښې ځيني پريكړي قائد عوام د نوموړو لارښودو په صف كښې شاملوي۔ شهيد ذوالفقار علي بھټو يو کرشماتي شخصيت او داسې لارښود وو چا چې د اولس په زړونو راج كړې۔ ذوالفقار علي بھټو د سياسي نظريات سره اختلاف باوجود د هېواد سياسي قيادت د هغه د کردار معترف دے۔ منتخب وزيراعظم ذوالفقار علي بھټو په 4 اپرېل 1979 په سولۍ كړې شوے۔د هغه د تلين په موقع د هېواد سياسي قيادت او په خاص توګه د پاکستان پيپلز ګوند د اړخه د هغه د خدمات په اعتراف كښې په بشپړه ډول پيرزوئنې وړاندې كړي۔










