د تجارت وفاقي وزير سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري وليدل

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د خوراك په سپلائي چين او ماحولياتي همغږۍ زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان كښې د خوراك سپلائي چين به قوي كولې شي، اقتصادي هلې ځلې غير د تعطل جاري ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي۔د تجارت وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري …

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د خوراك په سپلائي چين او ماحولياتي همغږۍ زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان كښې د خوراك سپلائي چين به قوي كولې شي، اقتصادي هلې ځلې غير د تعطل جاري ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي۔د تجارت وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري رومينه خورشيد عالم سره ملاقات په مهال وكړه۔جام كمال خان ووئيل پاكستان كښې د خوراك سپلائي چين به قوي كولې شي، اقتصادي هلې ځلې د تعطل نه غير جاري ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي۔ده د توان بچت او ښه لاجسټكس سروسز په حاجت زور راوړلو سره ووئيل سپلائي چين كاركردګي او خوراك شته والې ته په سمدستي توګه پام لرني كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل ټرانسپورټ او لاجسټكس ښه والي سره به صنعتي پيداوار زيات شي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې اړه محدود اقدامات نه بلكه مؤثره پاليسۍ ته اړتيا ده۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې ډيجيټل سپلائي چين او متبادل نقل و حمل ته به وده وركوو۔ جام كمال خان ووئيل د تجارت وزارت او كلائمټ ادارو ترمينځه هم آهنګ فريم ورك به جوړولې شي۔د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري رومينه خورشيد عالم كلائمټ اسمارټ زراعت او وسائل مؤثره استعمال اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل د توان بچت او ماحولياتي اقدامات به صنعتي پرمختګ له وده وركړي، صنعتي څانګي كاركردګي ښه كولو او لاجسټك مسئلې حل كولو ته اړتيا ده۔ رومينه خورشيد عالم ووئيل اولسي او نجي څانګي په مرسته ماحول دوست حل به معارفي كولې شي۔