په حساس سيمه ايز صورتحال كښې دې ميډيا پليټ فارمز د درست معلومات لپاره په سركاري بيانونو انحصار وكړي ۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي وئيلي دي په حساس سيمه ايز صورتحال كښې سفارتكاري د دې خبري تقاضا كوي چې د احتياط او ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي،ميډيا پليټ فارمز دې مناسب احتياط وكړي، ډنډورو څخه دې ډډه وكړې شي دغسې درست او په وخت معلومات لپاره دې په سركاري توګه جاري كړې شوي بيانونو انحصار وكړي۔د خالي په ورځ منطقه كښې …

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي وئيلي دي په حساس سيمه ايز صورتحال كښې سفارتكاري د دې خبري تقاضا كوي چې د احتياط او ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي،ميډيا پليټ فارمز دې مناسب احتياط وكړي، ډنډورو څخه دې ډډه وكړې شي دغسې درست او په وخت معلومات لپاره دې په سركاري توګه جاري كړې شوي بيانونو انحصار وكړي۔د خالي په ورځ منطقه كښې رواني شخړے په اړه د پيش رفت په حقله د ميډيا د پوښتنو په ځواب د خارجه وزارت وياند ووئيل ميډيا او په خاص توګه په سوشل ميډيا ځيني رپورټونه زمونږ په علم كښې راغلي چې رواني شخړې او امن و مكالمے ودې لپاره د پاكستان د هڅو په اړه په مبينه ډول تش په نوم د سركاري ميډيا حواله وركړې شوي۔وياند ووئيل مونږ دغه بے بنسټه ادعاګاني رد كوو كومي چې په ښكاره ډول سركاري ميډيا سره تړلې كيږي په دې اړه هيڅ حقيقت نشته۔وياند ووئيل دا خبره د تشويش وړ ده چې خارجه وزارت كښې د جمعې په ورځ شوې بريفنګ په غلط ډول وړاندې كيږي او داسې معاملات پلو اشاره شوې په كوم چې نه خبره شوي او ئې څه حواله وركړې شوي۔داسې حساس سيمه ايز صورتحال كښې سفارتكاري تقاضا كوي چې د احتياط او ذمه وارۍ مظاهره دې وكړې شي۔