اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) !د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سردار اياز صادق د شهيد ذوالفقار علي بهټو سياسي او جمهوري ستړو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهید ذوالفقار علی بھټو د پاكستان د سياسي تاريخ يو مدبر او زيرك لارښود و٬ د هغه سياسي بصيرت او اولسي خذمت به تل ياد ساتلے شي۔ د جمعې په ورځ د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بھټو 47 م تلين …
د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د شهيد ذوالفقار علي بهټو 47 م تلين په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) !د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سردار اياز صادق د شهيد ذوالفقار علي بهټو سياسي او جمهوري ستړو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهید ذوالفقار علی بھټو د پاكستان د سياسي تاريخ يو مدبر او زيرك لارښود و٬ د هغه سياسي بصيرت او اولسي خذمت به تل ياد ساتلے شي۔ د جمعې په ورځ د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بھټو 47 م تلين په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو په هېواد كښې جمهوري سوچ بېدار كړو۔ هغه پاكستان ته د كال 1973 متفقه آئين وركړو۔ د هغه په مشرۍ كښې پاكستان په سفارتي ٬ دفاعي او اولسي كچه ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې۔ ده ووئيل مونږ له به په ننۍ ورځ د خپل عزم تجديد كول وي چې د جمهوريت او آئين سرلوړۍ او د قانون حكمرانۍ له به خپلې هڅې روانې ساتو ولې چې مضبوطې جمهوري ادارې د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت دي۔










