د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ترقي كوونكو هېوادونو كښې د تكنيكي او صنعتي استعداد  زياتوالي په ضرورت زور

  نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ترقي كوونكو هېوادونو كښې د وبائي رنځونو د مقابلې صلاحيت زياتولو لپاره د مالي معاونت٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او  د سائنسي٬تكنيكي او صنعتي استعداد  اضافې په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل په سباؤن كښې  د وبائي رنځونو  په موثر انداز  مخ نيوي لپاره ويكسين او تر ضروري طبي آسانيو يو برابر رسنه ٬ د وبائي …

 

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ترقي كوونكو هېوادونو كښې د وبائي رنځونو د مقابلې صلاحيت زياتولو لپاره د مالي معاونت٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او  د سائنسي٬تكنيكي او صنعتي استعداد  اضافې په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل په سباؤن كښې  د وبائي رنځونو  په موثر انداز  مخ نيوي لپاره ويكسين او تر ضروري طبي آسانيو يو برابر رسنه ٬ د وبائي  رنځونو  په اړه معلومات په وخت وركول او نړيواله مرسته ضروري ده۔د خارجه دفتر سماجي رابطه پليټ فارم”ايكس”پوسټ له مخې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع “وبائي رنځونو مخ نيوي٬ چمتوالي  او غبرګون”په موضوع اعلٰی كچې غونډې ته خطاب كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار كووډ 19 وبا په مهال  د پاكستان حكومت او اولس شريكه تګلاره  رامخې ته كړه چې پكښې د اسمارټ لاك ډاؤن٬ټيسټنګ٬سماجي تحفظ او بيلو څانګو مشتمل”ون هيلتھ”طريقه كار خپلول شامل وو۔نائب وزيراعظم د روغتيا نړيوالې ادارې وبائي رنځ په اړه د لوظ نامې منظورۍ هركلے وكړو او ترقي كوونكو هېوادونو كښې د وبائي رنځونو مقابلې لپاره د مالي وسائل وركولو٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او سائنسي تكنيكي و پیداواري صلاحيتونو كښې د اضافې په اهميت زور راوړو۔ده په سباؤن كښې د وبائي رنځونو مخ نيوي لپاره د ويكسين او تر ضروري طبي اقدامات منصفانه  رسنه٬ د وبائي رنځونو په اړه ډيټا په وخت وركول او د روغتيا نړيوالې ادارې په مشرۍ كښې قوي٬جامع او ګڼ اړخيزه نړيوال غبرګون په ضرورت زور راوړو۔

مزید خبریں