اسلام آباد۔2اپریل (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په مشرۍ كشې د دیامر بھاشا بند ځپلو مسائل حل كولو او په لوظ نامه عملدرآمد له يوه مهمه اعلې كچې غونډه وشوه۔ د جاري بیان تر مخه غونډه كشې چیف سیکرټري ګلګت بلتستان ارشد مجید، ایډیشنل چیف سیکرټري ګلګت بلتستان، چیئرمین واپډا لیفټیننټ جنرل (ر) محمد سعید پشمول نور اعلیٰ چارواكو ګدون …
د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې د دیامر بھاشا ډیم ځپلو لپاره د اعلی كچې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اپریل (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په مشرۍ كشې د دیامر بھاشا بند ځپلو مسائل حل كولو او په لوظ نامه عملدرآمد له يوه مهمه اعلې كچې غونډه وشوه۔ د جاري بیان تر مخه غونډه كشې چیف سیکرټري ګلګت بلتستان ارشد مجید، ایډیشنل چیف سیکرټري ګلګت بلتستان، چیئرمین واپډا لیفټیننټ جنرل (ر) محمد سعید پشمول نور اعلیٰ چارواكو ګدون وكړو ۔ د دې نه علاوہ سیکرټری کشمیر چارو ، ګلګت بلتستان و سیفران ظفر حسن او ایډیشنل سیکرټري کامران الرحمان خان هم موجود وو ۔وفاقي وزیر انجینئرامیر مقام په لوظ نامه د من و عن عمل باوري كولو هدایت وكرو ۔ ده ووئېل دیامر بھاشا ډیم يوه د قامي اهمیت وړ منصوبه ده او د دې تکمیل لپاره مونږ ټولو له ذاتي مفادات نه بالا خپل کردار ادا کول دي ۔ده د ګلګت بلتستان حکومت او واپډا ته هدایت وكرو چب اصل ځپلو ته معاوضہ رسول ستاسو ذمه واري ده










