مکه مکرمه۔02 اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې اسلامي نړۍ دا مهال كړكېچنو او ګڼ اړخيزه چېلنجونو سره مخ دے ٬ په اسلامو فوبيا كښې زياتوالې ٬ د انتها خوښۍ او تشدد پېښې او ناسمه معلوماتو خپرېدل ژورې اندېښنې دي كومې چې د اسلام حقيقي عكس مسخ كوي او نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ په دې چېلنجونو قابو موندلو …
مخ په زياتيدونكې اسلامو فوبيا او د ناسمو معلوماتو خپرونه د اسلام حقيقي عكس ته زيان رسوي: سردار یوسف

مزید خبریں
مکه مکرمه۔02 اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې اسلامي نړۍ دا مهال كړكېچنو او ګڼ اړخيزه چېلنجونو سره مخ دے ٬ په اسلامو فوبيا كښې زياتوالې ٬ د انتها خوښۍ او تشدد پېښې او ناسمه معلوماتو خپرېدل ژورې اندېښنې دي كومې چې د اسلام حقيقي عكس مسخ كوي او نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ په دې چېلنجونو قابو موندلو له بشپړه نړيوالې تګلارې ٬ مؤثر رابطې او مضبوط بېن المذاهب مكالمې ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اسلامي هېوادونو د اوقاف او مذهبي چارو اېګزېكټو كونسل 15 م كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده وويل په تود هركلي كولو د سعودي حكومت مننه كوم۔ ده د اسلامي نړۍ اتحاد او اتفاق لپاره د ډاکټر عبداللطیف آل الشیخ خدمات وستائل۔ سردار يوسف ووئيل چې د اوقاف اداره د اسلامي نړۍ مهمه او تلپاتې اثاثه ده۔ ده ووئيل باكستان په تېرو دوه لسيزو كښې د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد مستقلې هڅې كړي دي۔ زمونږ مذهبي سكالرانو د انتها خوښې بيانيې مقابله كولو او سماجي همغږۍ ته وده وركولو كښې د ستائنې وړ كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل پاكستانے اولس مكې مكرمې او مدينې منورې سره ژور روحاني تړون لري او مونږ مملكت سره د ورورولۍ خپلو مضبوطو اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل زما دعا ده چې پروردګار زمونږ په هڅو او ددې غونډې په نتيجو كښې بركت واچوي او مونږ له دې د اسلام او اسلامي نړۍ د خذمت كولو توفيق راكړي۔










