وفاقی وزیرسید عمران احمد شاه د اټامك انرجی کینسر روغتون (انمول) دوره، رنځورانو لپاره د فلاحی اقدامات جاج واغستلے شو

لاهور 02 اپرېل (اے پی پی) د غريبۍ كمولو وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه په لاهور كښې د اټامك انرجی کینسر روغتون (انمول) دوره وكړه او د پاکستان بیت المال (پی بی ایم) ترمخه د کینسر مستحق رنځورانو لپاره يې د روانو فلاحی اقدامات تفصیلی جاج واغست۔د دورې په موقع ممبر سائنس، پاکستان اټامك انرجی کمیشن (پی اے ای سی ) ډاکټر شکیل عباس روفي او ډائریکټر انمول ډاکټر …

لاهور 02 اپرېل (اے پی پی) د غريبۍ كمولو وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه په لاهور كښې د اټامك انرجی کینسر روغتون (انمول) دوره وكړه او د پاکستان بیت المال (پی بی ایم) ترمخه د کینسر مستحق رنځورانو لپاره يې د روانو فلاحی اقدامات تفصیلی جاج واغست۔د دورې په موقع ممبر سائنس، پاکستان اټامك انرجی کمیشن (پی اے ای سی ) ډاکټر شکیل عباس روفي او ډائریکټر انمول ډاکټر عامره شامي د وفاقي وزیر هركلے وكړو او ده له يي د انسټی ټیوټ آف نیوکلیئر میډیسن اینډ آنکولوجي لاهور (انمول) كښې د جدید طبی سهولیات او رنځورانو لپاره د وركړې كيدونكي معاونت په اړه بریفنګ وركړو۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه د انمول او پاکستان اټامك انرجی کمېشن نورو روغتونونو خذمات ستائلو سره ووئيل دا ادارې د کینسر رنځوروانو خذمات كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل حکومت د غريبۍ ختمولو يو عملي مشن په توګه مخ په وړاندې روان دے او پاکستان بیت المال پشمول د سماجی تحفظ پروګرامونو د كار دائره نوره هم پراخه كولې شي ٬ دغسې چې زيات مستحق كسان دې څخه استفاده وكړي۔وفاقی وزیر ووئيل پاکستان بیت المال كښې د اوسنو اصلاحات ترمخه د انفرادی طبی مرستي حد 10 لاكهه روپو څخه 15 لکهه روپو ته رسولے شوے۔ده واضحه كړه پاکستان بیت المال ترمخه وركړے كيدونكے مالی معاونت زکوٰة یا خیرات نه بلکه د وفاقی حکومت باقاعده انډومنټ فنډ دے او زيات رنځوران بايد دې څخه ګټه پورته كړي