اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د سمېډا کلسټرز او د كوچنۍ او منځومانې درجې کاروباری ادارو (اېس اېم ایز) ته نړيوالو منډيانو ته په لاسرسۍ كښې د پېښو چېلنجونو حوالې سره د يوې لوړې كچې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار اېډیشنل سېکرټری اسد اسلام مهنی، چیف اېګزېکټو آفیسر سمېډا نادیه جے سیټھ، د خارجه دفتر …
د خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې غونډه ، د سمیډا کلسټرز او ایس ایم ای سهولت کارۍ جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د سمېډا کلسټرز او د كوچنۍ او منځومانې درجې کاروباری ادارو (اېس اېم ایز) ته نړيوالو منډيانو ته په لاسرسۍ كښې د پېښو چېلنجونو حوالې سره د يوې لوړې كچې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار اېډیشنل سېکرټری اسد اسلام مهنی، چیف اېګزېکټو آفیسر سمېډا نادیه جے سیټھ، د خارجه دفتر استازو او د بېلو اېس اېم ای کلسټرز غړو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د اېس اېم اي كلسټرز استازو په نړيوالو نندارتونونو كښې ګډون له د وېزې په مسئله ژوره اندېښنه ښكاره كړې شوه۔ هارون اختر خان په دې لړ كښې د سمېډا، ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان (ټی ډی اے پی) او خارجه دفتر ترمينځه د پرله پسې همكارۍ او هڅو په حاجت زور راوړو دغسې چې وېزې سره اړوندې مسئلې په وخت حل كړې شي۔ ده په خارجه دفتر كښې اېس اېم ایز لپاره د يو خصوصي فېسلی ټېشن ډېسک جوړولو تجويز هم وركړو دغسې چې د وېزا عمل آسان كړې شي۔ د وزيراعظم وژن په ډاګه كولو سره هارون اختر خان ووئيل وزیراعظم شهباز شریف اړوندو ادار ته هدايت وكړو چې هغوي دې په نړيواله كچه د اېس اېم ايز صلاحيتونو ته وده وركړي۔ هارون اختر خان هدايت وكړو چې په ګرده نړۍ كښې تعينات كمرشل اتاشي دې په نړيوالو كنفرنسونو او نندارتونونو كښې اېس اېم ای مصنوعات او کلسټرز په فعال ډول وړاندې كړي۔ ده ووئيل د’’مېډ ان پاکستان‘‘ مصنوعاتو په نړيواله كچه برانډنګ به نه يوازې دا چې برآمدات سول كړي بلكې د هېواد معيشت ته وده وركولو كښې به هم مهم كردار ترسره كړي










