سپيکر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د هند پراكسيز ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د هند پراكسيز ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي افغان عبوري حکومت دې خپله خاوره ترهګرۍ لپاره د كارېدو مخه نيولو لپاره خپله ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ده د هند په سرپرستي كښې د هڅو كوٶنكو …

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د هند پراكسيز ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي افغان عبوري حکومت دې خپله خاوره ترهګرۍ لپاره د كارېدو مخه نيولو لپاره خپله ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ده د هند په سرپرستي كښې د هڅو كوٶنكو اته ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او موثره كارروائي كولو سره د خوارجو ناوړه عزائم خاورې كړل ۔ ده ووئيل د دښمن عزائم په ناكامه كولو ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو ته سلام كوي۔