اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د آپريشن غضب للحق له امله پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښې په واضحه توګه كمې شوي دي ٬ آپريشن غضب للحق كښې د پاکستان د موثره تګلارې په سبب د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړې شول ٬ د آپريشن غضب للحق په سبب د فروري كال 2026ء په مقابل كښې په مارچ 2026ء كښې د ترهګرۍ پېښو كښې 59 فيصد كمے راغلو ٬ …
د آپريشن غضب للحق له امله پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښې په واضحه توګه كمې شوي ، عرب نيوز د “سينټر فار ريسرچ اينډ سکيورټي سټډيز” په حقائق اډانه راپور شائع كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د آپريشن غضب للحق له امله پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښې په واضحه توګه كمې شوي دي ٬ آپريشن غضب للحق كښې د پاکستان د موثره تګلارې په سبب د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړې شول ٬ د آپريشن غضب للحق په سبب د فروري كال 2026ء په مقابل كښې په مارچ 2026ء كښې د ترهګرۍ پېښو كښې 59 فيصد كمے راغلو ٬ عرب نيوز د “سينټر فار ريسرچ اينډ سکيورټي سټډيز” په حقائق اډانه راپو شائع كړے دے ۔ په راپور كښې وئيلي شوي د تېرو دريو مياشتو په مقابل كښې په خېبر پښتونخوا كښې 57 فيصد او په نورو ښاريو كښې هم په ترهګرۍ كښې واضحه كمے راغلے ٬ د تېر كال په مقابل كښې د كال 2026 په وړومبنو دريو مياشتو كښې د ترهګرۍ پېښو او مرګ ژوبله كښې كمے راغلے دے، د امنيتي ځواكونو په کارروائيو كښې د ترهګرو زيات مرګونه دا عكاسي كوي چې آپريشنز زيات كوټلے٬ موثر او خونړئ ثابتېږي، فتنه الخوارج او د فتنه الهندوستان لخوا بلوچستان، خېبر پښتونخوا او په اسلام آباد كښې په بې ګناه وګړو بريدونه شوي وو۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي چې پاکستان كښې د كال 2026 په وړومبو دريو مياشتو كښې په مجموعي توګه د ترهګرۍ په پېښو كښې اتلس فيصده كمے رامخې ته شوے ٬ د نړيوالو پوهانو له مخې آپريشن غضب للحق له مخې په افغانستان كښې د ترهګرۍ مركزونو ته لوي زيان رسېدلے چې په سبب يې پاکستان كښې امنيتي وضعه ښه شوې ده ٬ په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د طالبان رجيم په سرپرستۍ كښې د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو خاتمه ضروري ده، د ترهګرۍ په پېښو كښې كمے د پاکستان د غېر متزلزل لوظ او د آپريشن غضب للحق د کاميابۍ واضحه ثبوت دے۔










