اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اولسي خذمت مشن ترمخه پلازمينه اسلام آباد كښې د بېلا بېلو پرمختيائي او امنيتي منصوبو تفصيلي دوره وكړه۔ تر 4 ساعته دورې په مهال د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري، ډي جي اېف آئي اے ډاكټر عثمان انور او د اسلام آباد آئي جي هم ده سره ملګرو وو۔د كورنيو چارو وزير د اتاترك …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د اسلام آباد د بېلا بېلو منصوبو دوره وكړه، د اتاترك ايونيو پراختيا منصوبې د بنياد تيګه كېښودلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اولسي خذمت مشن ترمخه پلازمينه اسلام آباد كښې د بېلا بېلو پرمختيائي او امنيتي منصوبو تفصيلي دوره وكړه۔ تر 4 ساعته دورې په مهال د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري، ډي جي اېف آئي اے ډاكټر عثمان انور او د اسلام آباد آئي جي هم ده سره ملګرو وو۔د كورنيو چارو وزير د اتاترك ايونيو پراختيا منصوبې د بنياد تيګه كېښودله۔ده د جوړيدونكي ماډل زندان هم جاج واخست چرته چې د بيركس او ايډمن بلاك كار نزدې بشپړ شو۔ محسن نقوي سپارښتنه وكړه چې د زندان وړومبے فيز “هائي سكيورټي پريزن” به جوړولې شي او د عملې تربيه به تر 30 اپرېل بشړه شي۔د كورنيو چارو وزير د پوليس كالج اپ ګريډيشن پلان غوښتلو سره د تربيي ګنجائش 450 څخه تر 4000 كسانو رسولو هدف هم وركړو۔دغسې ده تربيه كښې د مصنوعي زېركتيا (AI) او د آئي ټي شاملولو سپارښتنه وكړه او 2 آرمرډ پرسنل كيريئر ګاړي ئيې پوليس ته وسپارل ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ايف سكس كښې د خدمت مركز څارنه هم وكړه او هلته د شته وګړو سره ملاقات كښې يې د د هغوي مسئلې وپوښتلې۔ده ووئېل وګړو له پاك او تند رفتاره سهوليات وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د كورنيو چارو وزير واضحه كړه چې د وګړو سهولت لپاره به په حكومتي كچه هڅي رواني وي دغسې چې د سروس ډيليوري نظام لا ښه كړے شي










