اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د برطانيې ډائرېکټر جنرل پولیټیکل اېډورډ لیوی لین د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان یو کے تجارتی ډائیلاګ پېش رفت او هېلتھ کېئر و لائف سائنسز كښی د وركنګ ګروپ جوړېدلو ستائنه وشوه۔ دواړو اړخونو آئی ټی، كركيلې ، پیشه ورو خذماتو ٬ تعليم او مهارتونو كښې د وركنګ ګروپس په فعاله كولو …
د تجارت وفاقي وزير سره د برطانيې ډي جي پولټيكل ملاقات ، د وركنګ ګروپس په فعال كولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د برطانيې ډائرېکټر جنرل پولیټیکل اېډورډ لیوی لین د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان یو کے تجارتی ډائیلاګ پېش رفت او هېلتھ کېئر و لائف سائنسز كښی د وركنګ ګروپ جوړېدلو ستائنه وشوه۔ دواړو اړخونو آئی ټی، كركيلې ، پیشه ورو خذماتو ٬ تعليم او مهارتونو كښې د وركنګ ګروپس په فعاله كولو اتفاق وكړو۔ د كامرس سېكرټري جواد پال فری ټرېډ اېګریمنټ ( اېف ټی اے) ته د پراختيا وركولو تجويز وړاندې كړو۔ وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل چې په پالېسۍ كښې مستقل مزاجي او پرله پسې اصلاحات د اوږدې مودې سرمايه كارۍ لپاره بنيادي اهميت لري، پاکستان د تجارتي اصلاحات او پالېسۍ كښې د مستقل مزاجۍ دلارې سرمايه كارو لپاره په زړه پورې هېواد جوړيږي۔ د برطانوی پلاوي مشر ووئيل پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره پالېسۍ كښې شفافيت او ښكاره اشارې د سرمايه كارو باور سوا كوي۔ دواړو اړخونو په آئي ټي ٬ كركيله ٬ پېشه ورو خذماتو ٬ تعليم او مهارتون كښې د وركنګ ګروپ په فعاله كولو او د پاكستانتي باسمتي وريژو د GI او ټرېډ مارك رجسټرېشن په معامله د خبرو په روانو ساتلو اتفاق وكړو










