اسلام آباد۔2اپریل(اے پی پی) ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان (ډرېپ) د ضروري دويانو بيعو كښې د زياتوالي په اړه ګردش كوونكي خبرونه مسترد كولو سره بې بنسټه او بې لارې كوونكي ګرځولي دي۔ د ډرېپ له مخې په هېواد كښی د انسولين په شمول د بشري ژوند بچ كوونكو او نورو دويانو په بيعو كښې كومه اضافه نه ده شوې او نه تېره مياشتې د دې كومه منظوري وركړې شوې …
د ضروري دوايانو بيعو كښې د زياتوالي په اړه ګرځينده خبرونه بې بنسټه او بې لارې كوونكي دي: ډريپ

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اپریل(اے پی پی) ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان (ډرېپ) د ضروري دويانو بيعو كښې د زياتوالي په اړه ګردش كوونكي خبرونه مسترد كولو سره بې بنسټه او بې لارې كوونكي ګرځولي دي۔ د ډرېپ له مخې په هېواد كښی د انسولين په شمول د بشري ژوند بچ كوونكو او نورو دويانو په بيعو كښې كومه اضافه نه ده شوې او نه تېره مياشتې د دې كومه منظوري وركړې شوې ده۔ د ډرېپ وېنا ده چې د ضروري دويانو په بيعو كښې د زياتوالي پرېكړه فارماسیوټیکل کمپنۍ پخپله كولې نه شي ولې چې په دې اړه يو مؤثر رېګولېټري نظام نافذ دے۔ د ډرېپ چارواكو له مخې په پاكستان كښې كارول كېدونكې نزدې85 فیصد دويانې په ځائي كچه تيارولې شي۔ د فارماسیوټیکل صنعت استازو وېنا ده چې دا مهال په هېواد كښې د دويانو كوم فوري قلت نشته او راروانو څلور څخه تر شپږ مياشتو لپاره د خام مال او تيارو دويانو بشپړه ذخيره شتون لري۔ اتھارټی په ميډيا هاؤسز زور راوړو چې هغه دې د دويانو د بيعو يا شتون په اړه كوم هم خبر خپرولو څخه وړاندې ډرېپ څخه تصديق وكړي دغسې چې اولس بې چېنۍ سره مخ كېدو څخه وساتلې شي۔ ډرګ رېګولېټري اتھارټي آف پاكستان ددې عزم پخلے وكړو چې اولس ته به د محفوظ ، مؤثر او معیاری دويانو پرله پسې رسنه باوري كولې شي او دې مقصد لپاره به ټول عملي ګامونه پورته كولې شي۔










